د جوزجان د خماب ولسوالۍ سیمهییز مسوولین وايي، تېرو درېیو میاشتو کې امو سیند د دغې ولسوالۍ شاوخوا پنځه سوه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې ده.
د دغې ولسوالۍ مسوولین او اوسېدونکي له سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې د امو سیند د څنډو د تحکیماتو بنسټیزې چارې پیل کړي.
امو سیند د جوزجان د قرقین او خماب په لیرې پرتو ولسوالیو کې بهیږي.
د مسوولینو په خبره هر کال د اوبو زیاتېدو او د امو سیند غاړو بنسټیزو تحکیماتو نشتون له امله ډېری استوګنیز کورونه، کرنیزې ځمکې او د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو بڼونه ویجاړیږي.
د جوزجان د خماب ولسوال، عبدالمجید سعادت و ویل: « اوبو د خلکو شاوخوا پنځه سوه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې ده او له اسلامي امارته غواړو چې یوه جدي پرېکړه وکړي او د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.»
د جوزجان د خماب او قرقین ولسوالیو اوسېدونکي د امو سیند غاړو کې د بېړنیو تحکیماتو پروژو پلي کېدل د خپلو ستونزو د حل په برخه کې اغېزمن نه ګڼي.
د خماب ولسوالۍ اوسېدونکی، جمعه قل وایي: « دولت باید دې ته پاملرنه وکړي او تحکیم یې کړي، دغه سیند زموږ ځمکې وړي.»
د قرقین ولسوالۍ اوسېدونکي، آق محمد و ویل: « بوجیو سره تحکیمات سم نه دي، باید دې ته ډېره پاملرنه وشي ځکه چې د سیند له ویجاړیو وژغورل شو.»
د امو سیند غاړو تحکیماتو پروژه په بېلابېلو ولایتونو کې د دغه سیند په غاړو کې روانه ده او مسوولین وايي دغه پروژه کولای شي د زیاتو کورونو، کرنیزو ځمکو او بڼونو د ویجاړېدو مخنیوی وکړي.
په دې اړه مو اندونه