تخار کې ځینې ناروغ لرونکي وايي، په ولایتي روغتون کې د درملو او طبي امکاناتو کمښت له امله ډېری مهال د خپلو ناروغانو معاینات له روغتون دباندې کوي.
دغه ناروغ لرونکي له مسوولینو دې ستونزو ته د رسېدنې غوښتنه کوي او وايي، د خراب اقتصادي وضعیت له امله په خصوصي روغتونونو او کتنځایونو کې د درملنې وس نه لري.
یو ناروغ لرونکی، عبدالله وايي: «درمل نشته، ان دلته یو کنول هم نشته. موږ یې له بهر راوړو.»
یو بل ناروغ لرونکی، احمد هم وايي: «دولتي روغتونونه باید په وسایلو مجهز شي څو د خلکو لپاره ښه خدمتونه وړاندې کړي.»
بل پلو په دغه روغتون کې روغتیاپالان په تېر یوه کال کې د دوی امتیازي تنخواوو د نه ورکړې له امله اندېښمن دي او وايي، کومه تنخواه چې ترلاسه کوي، نشې کولای د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کړي.
د تخار د ولایتي روغتون سرطبیب، حفیظ الله وايي: «څه باندې لس که یوولس میاشتې کیږي چې خپلې مرستې یې درولې دي، دغې چارې خپله یوه بله ستونزه پیدا کړې چې د معاشونو لګښتونو او تجهیزاتو په اړه ده.»
د دغه روغتون ډاکټر، زلمی وايي: هغه معاش چې موږ ته دولت راکوي کمه ده. موږ د ورځې ۹۰ افغانۍ د موټر کرایه ورکوو نو په ټوله کې د ورځې ۲۰۰ افغانۍ معاش لرو.
خو د تخار د ولایتي روغتون مسوولین وايي دا ستونزې یې د سرپرست حکومت له مسوولینو سره شریکې کړې دي.
د تخار د ولایتي روغتون امر، محمد اصف رحیمي ویلي: «معاشونه د دولت له خوا ورکول کیږي، خو امتیازي معاش په پام کې نه دی نیول شوی. موږ دا موضوع شریکه کړې څو یو ډونر د امتیازي معاش لپاره پیدا شي.»
د تخار ولایتي روغتون ددغه ولایت په کچه یو ستر روغتیايي مرکز دی، چې په ورځني ډول سلګونه ناروغان ددغه ولایت له مرکز او ولسوالیو د درملنې په موخه ورته راځي.
په دې اړه مو اندونه