Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مسوولین: چینایي سوداګر د خوست جلغوزیو ته مستقیم لاسرسی لري

د خوست سیمه‌ییز مسوولین وايي، چینایي سوداګر دا مهال په مستقیم ډول د دغه ولایت د جلغوزیو مارکېټ ته لاسرسی لري.

دوی وایي، هڅه کوي چې د خوست له هوايي ډګره د جلغوزیو صادراتو ته زمینه برابره کړي.

د خوست د والي مرستیال، محبوب شاه قانت وایي: « اسلامي امارت هڅه کوي چې دغه ولايت کې دوی ته اسانتياوې برابرې کړي او موږ د بهرنيو چارو وزارت سره په اړيکه کې يو چې له خوسته دغه جلغوزي بهر ته ولېږدول شي، د وزارت د لارښوونې سره سم به اجراات کوو او له سوداګرو سره به يې شريکوو.»

خوست کې د جلغوزیو د پېر او پلور لنډمهالي بازار ته له ټول هېواده جلغوزي راوړل کیږي.

سوداګر وايي، سږ کال د جلغوزیو حاصلات زیات شوي خو بازار یې پیکه دی، دوی د خوست له هوايي ډګره بهرنیو مارکیټونو ته د جلغوزیو صادرولو غوښتنه کوي.

خوست کې سواګر، سوات خان وایي: « زموږ غوښتنه دا ده چې جلغوزي د خوست له هوايي ډګره بايد چين ته مستقيم ولېږدول شي، موږ يې چې پاکستان يا نورو هېوادونو ته وړو دوه برابره لګښت پرې راځي.» 

سوداګر، افسر علي خان و ویل: « موږ جلغوزي دلته په غرونو کې په کلدارو اخلو خو دا پېر او پلور بايد پر افغانيو شي.» 

سوداګر شامير جان و ویل: « د پلور بازار داسې روان نه دی لکه په تېرو کلونو کې، په تېر کې سوداګر ډير و او مالونه يې ډېر اخيستل اوس بازار پيکه دی.»

د خوست د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، سږ کال دغه ولایت کې د درې نیم زره ټنه جلغوزیو حاصلاتو اټکل شوی او اړتیا ده چې، له هېواد بهر یې صادراتو ته زمینه برابره شي.

د خوست د سوداګرۍ او پانګونې خونې رييس، افسر علي خان په دې اړه وایي:« زموږ غوښتنه دا ده چې منځني ختيځ او اروپا ته بايد زموږ هوايي دهلېزونه بېرته فعال شي او د ورېښمو لار چې اوس خلاصه ده د ترکيې له لارې بايد اروپا ته ولېږدول شي، سږ کال خوست کې ۳۵۰۰ ټنه شاوخوا د جلغوزيو حاصلاتو اټکل شوی او دا لوی مقدار دی خو لکه څنګه چې د جلغوزيو حاصلات او پروسس اړين دی همداسې يې بازار موندنه هم اړينه ده.» 

خوست کې د جلغوزيو لنډ مهالي بازار کې ګڼ شمېر مېرمنو، ماشومانو او ځوانانو ته لنډ مهالي کاري زمینې هم برابرې شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه