د بامیان ځینې اوسېدونکي دغه ولایت کې د ځینو تاریخي آبدو ویجاړېدو له امله اندېښمن دي.
دا مهال ځینې تاریخي ابدې د ورښتونو او سیمې اوسېدونکو نه پاملرنې له امله ویجاړې شوې دي.
دوی وايي، د ژمي په موسم کې د ورښتونو پرمهال دا تاریخي آبدې لا زیانمنېږي او له مسوولینو غواړي چې ددغو تاريخي آبدو ساتنې ته پاملرنه وکړي.
د دغه ولایت اوسېدونکی، نظام الدین وايي: «دا ځای څلور درازوې لري چې یوه سویل او نورې شمال ته پرانیستې دي. ویل کیږي چې دا ورېښمو لارې د مسیر یوه برخه وه او کاروانونه به له دې ځایه تېرېدل.»
د بامیان یو بل اوسېدونکی، یحیی وايي: «سیلابونو او نورو طبیعي پېښو هم دا ځای ډېر تخریب کړی دی، اوس په دې وروستیو کې خلکو دلته په ناقانونه کېندنې پیل کړی دی.»
د بامیان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وايي، ددغه ولایت د تاریخي ځایونو رغولو او ساتنې ته له ځانګړې پاملرنې خبر ورکوي.
د بامیان اطلاعاتو او کلتور رییس، صفیالله رائد وايي: «زموږ پلان دا دی چې هغه لارې او سړکونه جوړ کړو چې تاریخي ځایونو ته غځېدلي دي او تاریخي ابدې بېرته ورغوو. موږ په دې برخه کې له همکارو موسسو سره هم په اړیکه کې یو..»
بامیان د لسګونو لرغونو اثارو، تاریخي ځایونو او طبیعي جاذبو لرلو سره د هغو ولایتونو له ډلې دی چې په کلني ډول زرګونه کورني او بهرني سیلانیان ددغه ولایت له بېلابېلو برخو لیدنه کوي.
د بامیان اوسېدونکي وايي که د تاریخي آبدو رغولو او ساتنې ته جدي پاملرنه وشي دغه ولایت کې به د ګرځندوی صنعت په پام وړ ډول وغوړېږي.
په دې اړه مو اندونه