په ډایکندي کې لسګونه ښځې چې د لاسي صنایعو پر اوبدلو بوختې دي وايي، د تولیدي فعالیتونو دوام لپاره د مناسب ځاي نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي.
فرشته یوه له دغو مېرمنو ده چې خپل کار یې د شل زره افغانیو په لګښت د نیلي ښار یوې څنډه کې له یوې وړې غرفي پیل کړ او دا مهال د لاسي صنایعو بېلابېلو ډولونو تولید او پلور له لارې د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ لګښتونه پوره کوي.
هغه د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړي ډایکندي کې د ښځو له سوداګریزو فعالیتونو ملاتړ وکړي.
فرشته حسني د طلوعنیوز خبریال ته وایي: « وروسته له هغې چې له زده کړو پاتې شوم او ومې نشوه کولای چې دوام ورکړم، بازار کې مې کار ته مخه کړه. هر ډول لاسي صنایع تولیدوم، خیاطي کوم، ښځینه او نارینه جامې ګنډم. دوه زده کوونکو ته مې هم درس ورکړ او له خپل کاره خوښه یم.»
د دوی په خبره، میرمنې د خپلو فعالیتونو لپاره ځانګړي ځای، امکاناتو او سیمهییزو تولیداتو لپاره بازار موندنې ته اړتیا لري.
ډایکنډي کې متشبثې، رحیمې ابراهیمي و ویل: « هغه ښځې چې غرفو کې فعالیت کوي په ژمي کې د سړې هوا له ستونزو سره مخ دي او د دغو غرفو تودول ډېره سخته ده. ښځې د خپلو فعالیتونو لپاره ځانګړی ځای نه لري.»
دغه ولایت کې بله متشبثه، تاج ور وایي: « کور کې اته کسان یو او د اولادونو پلار ناروغ دی. هر ورځ په خپلو سلو افغانیو عاید سره کور ته یوازې وچه ډوډۍ وړم.»
خو د ډایکندي د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وايي دغه ولایت کې د میرمنو فعالیتونو لپاره به یو ځانګړی ځای جوړ کړي.
د ډایکندي د اطلاعاتو او فرهنګ رییس، سید مصطفی صالح و ویل: « د بازار سربېره د صنعت او سوداګرۍ په ریاست کې هم له ۳۰ تر ۴۰ ښځې فعالیت کوي. ښاروالۍ هم د ښځو د کار لپاره یو ځانګړی ځای په پام کې نیولی دی او کار یې هم پیل شوی دی.»
د دغو ښځو په خبره، تېر یوه کال کې ګڼ شمېر نورو ښځو هم په ډایکندي کې لاسي صنایعو او کوچنیو سوداګریزو فعالیتونو ته مخه کړې ده چې ډېری هغه یې د سرپرست حکومت، ملي او نړۍوالو بنسټونو ملاتړ ته اړتیا لري.
په دې اړه مو اندونه