Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د روزګان اوسېدونکي د روغتیایي خدمتونو کمښت اندېښمن کړي دي

د روزګان خاص ارزګان ولسوالۍ اوسېدونکي د روغتیايي خدمتونو او مجربو ښځینه او نارینه ډاکټرانو کمښت اندېښمن کړي دي.

دوی وایي، خاص روزګان یوه ګڼ مېشتې ولسوالۍ ده او له اسلامي امارته غواړي چې دغې ولسوالۍ ته د پراخه روغتیایي خدمتونو زمینه برابره کړي.  

د خاص ارزګان اوسیدونکي، عبد الواحد و ویل: « روغتونونه نشته، روغتونونه ټول نړېدلي دي، ډاکټران نشته، ډاکټران چې وي بیا درمل نه وي.»

د خاص روزګان ولسوالۍ اوسیدونکي، عبد الباري و ویل: « بل د روغتون ستونزې دي، دا اوس ېې دلته یو کوچنی راوستئ، یومیاشت یی کیږي چې، دی مکمل تر درملنې لاندې دی، دلته داسې یو پوه ډاکټر نشته، چې د هغه درملنه وکړي.»

د دغې ولسوالۍ بل اوسېدونکي، عبد الحمید و ویل: « اوس قدرتمند سړی به خپل ناروغ موټر ته پورته کړي او مرکزته به ېې ورسوي، زما خو ولاکه په وس پوره ېې چې ناروغ په شخصي پیسو تر مرکزي روغتون پورې ورسوم.»

ورته مهال د روزګان سیمه ییز مسوولین د خاص روزګان ولسوالۍ د اوسېدونکو غوښتنو ته د رسېدنې ډاډ ورکوي.

د روزګان د اطلاعاتو او فرهنک رییس، اغا ولي قریشي و ویل: « په خاص روزګان ولسوالۍ کي ګڼ شمېر کلینیکونه فعال دي، او هلته ډېر مجرب ډاکټران په دندو بوخت دي، بیا هم کوښښ کوو ترڅو هغه ستونزې چې د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي ورسره مخ دي، د لوړپوړو مسوولینو سره شریکې کړو.»

د خاص روزګان اوسېدونکي دغه راز وایي، له مرکزه دغې ولسوالۍ ته غځېدلی سړک چې ډېره برخه یې ویجاړه ده، د تګ راتګ پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. 

تر دې وړاندې مسوولینو په مرکز ترینکوټ او ځینو ولسوالیو کې په تېرو درېیو کلونو کې د ۱۶ نویو روغتیایي مرکزونو د جوړېدو خبر ورکړی و.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه