د بدخشان سیمه ییز مسوولین وایي، تېر یوه کال کې څه د پاسه سل زره کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو له دغه ولایته لیدنه کړې ده.
د مسوولين په خبره، د امنیت ټینګښت، طبیعي ښکلا او ښکلې هوا دغه ولایت ته د ګرځندويانو پام ور اړولی دی.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس، ذبیح الله امیري و ویل: « څه باندې ۱۰۰ کورني ګرځندویان بدخشان ته راغلل او له تاریخي ځایونو په ځانګړې توګه د چقمقتین له حوض یې پامیر کې لیدنه کړې. له شاوخوا ولایتونو د کورنیو ګرځندویانو شمېر څه باندې سل زرو ته رسیږي.»
بدخشان ته تللي ځینې ګرځندويان بيا د لارې ستونزو ته په اشارې د سېلانيانو لپاره د اسانتیاو د زياتوالي غوښتنه کوي.
د لغمان اوسېدونکی، عبدالله چې بدخشان ته د سېل په موخه تللی، په دې اړه وایي:« دا چې سړک خراب دی، خلک نه راځي ځکه ویریږي چې د موټر ټایر یې پنجر نه شي. که سړک جوړ شي نو ډېر خلک به دې لور ته راشي.»
د کابل یوه اوسېدونکي و ویل: « له کابل د تفریح لپاره راغلي یو، دا د خوښۍ ځای دی چې زموږ په هېواد کې دغسې ځایونه شته. تاسو هم تفریح لپاره راشئ.»
بدخشان د هېواد شمال ختيځ کې پروت هغه ولایت دی، چې د سېل او تفریحي زیاتي سيمې لري.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د مالوماتو لمخې، تر دې مهاله یې د دغه ولایت له ۵۰۰ زیاتې تفريحي سيمې ثبت کړې دي.