د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سره صلیب د نړۍوال فډراسیون په مالي مرسته په هرات کې ۲۸۸ زلزله ځپلو کورنیو ته کورونه جوړ کړي.
دغه کورونه د هرات د ګلران ولسوالۍ په درې زلزله ځپلو کلیو کې د څه باندې سل میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوي دي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست، شهاب الدین دلاور و ویل: « هر یو پوخ کور مو ولید او هره افغانۍ مرسته چې مسلمانانو کړې یا له کومو نورو خواو له لوري مرسته شوې، الحمدالله پر ځای لګول شوې دي.»
د سره صلیب نړۍوال فډراسیون مسوولین د هرات له زلزله ځپلو سره د لا زیاتو مرستو ډاډ ورکوي.
د سره صلیب د نړۍوال فډراسیون رییس، احمد سلیمان و ویل: « کله چې ناورین رامنځته کېږي، خلک اغېزمن کېږي او خپل ژوند له لاسه ورکوي او ځینې خلک خپل کورونه له لاسه ورکوي، خو موږ د افغاني سرې میاشتې ټولنې او همکارانو سره یې کار کوو، ترڅو په دې نازکو شیبو کې بریالي شي.»
د هرات والي، نوراحمد اسلام جار و ویل: « ټولې په رڼه توګه حساب شوي، رییس الوزرا صېب ته جلا حساب ورکړ شوی، امیرالمومنین ته جلا حساب ورکړ شوی او اوس یې تاسو بېلګې وینئ چې خلکو ته وېشل شوې دي.»
د ګلران ولسوالۍ زلزله ځپلي وايي، له څه باندې يوه کال راهيسې بې کوره ژوند تېروي.
دوی خوښ دي، چې د ژمي په رارسېدو او هوا سړېدو سره د کور خاوندان شول.
د هرات ګلران ولسوالۍ اوسېدونکي، بصیراحمد د طلوعنیوز خبریال ته و ویل: « مخکې خلکو دلته خېمې هم نه لرلې، ډېریو چې خېمې لرلې دوه یا درې کورنۍ به پکې اوسېدې او موږ ټول ژمی په همدغو خېمو کې تېر کړ.»
د دغې ولسوالۍ بل اوسېدونکي، محمد ابراهیم و ویل: « ډېره سخته وه، ځینو مو په ویجاړو شویو کورونو کې ژوند کاوه او ځینو مو خېمو کې ژوند کاوه.»
د تېر کال زلزلې د هرات زنده جان ولسوالۍ سربېره د انجيل، کشک رباط سنګي او ګلران ولسوالۍ هم ولړزولې او په دغو ولسواليو کې يې سلګونه کورونه ويجاړ کړل.
که څه هم په تېر یو کال کې په هرات کې د زلزله ځپلو لپاره زرګونه کورونه جوړ شوي، خو ځینې زلزله ځپلي اوس هم بې کوره دي.
په دې اړه مو اندونه