د زابل د لرې پرتې میزانې ولسوالۍ د ځینو سیمو اوسېدونکي زده کړو، روغتیا او څښاک پاکو اوبو ته په محدود ډول لاسرسی لري.
د دغې ولسوالۍ د مکرک سیمې ځینې اوسېدونکي وايي، د دوامداره وچکالیو او اوبو نه مهارېدو له امله له جدي ستونزو سره مخ دي.
د دوی په خبره، دامهال تر ځمکې لاندې اوبو کچه ۲۵۰ مترو ته ټیټه شوې ده او که د اوبو ذخیروي بندونه جوړ نشي، اړ دي چې له خپلو مېنو کډه شي.
د زابل د میزاني ولسوالۍ اوسېدونکی، عبدالله وايي: «په دې سيمه کې د اوبو موندل ډېر سخت شوي دي او خلک ان د څښاک پاکي اوبه هم په ډېرې سختۍ سره مومي.»
د زابل د میزاني ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی، سيد ګل هم وايي:« زموږ غوښتنه دا ده، چې د خلکو د استوګني سيمو ته نژدې د اوبو مهارونکي بندونه وتړل شي او خلکو ته د څښاک د اوبو زمينه تر هر څه لومړی برابره شي.»
خو د زابل د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس وايي، تر ځمکې لاندې اوبو کچه لوړاوي په موخه به ددغه ولایت په هرې ولسوالۍ کې د اوبو یو ذخیروي بند جوړ کړي.
د زابل د کلیو بیارغوني او پراختیا رییس، حکمت الله رهبر په دې اړه وايي: «د اسلامي امارت د مشرتابه د ځانګړي حکم پر بنسټ د زابل په ټولو ولسوالیو کې د اوبو د مهار په موخه د اوبو يو یو بند جوړېږي، چې په دې سره به د ځمکې لاندې اوبو کچه لوړه شي او خلک به له ستونزو خلاص شي.»
د زابل اوسېدونکي چې د ژوند د لګښتونو زياته برخه د کروندګرۍ په وسیله پوره کوي، تېرو وچکاليو يې ژوند اغېزمن کړی دی.
په دې اړه مو اندونه