Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې متشبثې ښځې د لا زیاتو نندارتونونو د جوړېدو غوښتنه کوي

هرات کې ځینې متشبثې ښځې وايي، د بازار موندنې په موخه د نندارتونونو کمښت له امله یې د پلور بازار پیکه شوی دی.

دوی دغه راز له هېواده د باندې نندارتونونو کې د متشبثو ښځو د ګډون غوښتنه کوي.

هرات کې د تازه مېوو د پروسس یوه کارخونه د ښځو له لوري مدیریت کېږي.

هلته تازه مېوې په معیاري ډول وچېږي او ترهغې وروسته بسته بندي کېږي.

په دغه کوچنۍ کارخونه لسګونه مېرمنې او نجونې په کار بوختې دي.

دوی د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړي چې، بهرنیو نندارتونونو کې ورته د ګډون زمینه برابره کړي.

د دغې کارخونې مسووله، صادقه صادق یار وايي: «د نندارتونونو کمښت موږ له ډېرو ستونزو سره مخ کړي یو. تېرو کلونو کې له درېیو تر څلورو نندارتونونه جوړېدل، خو سږکال مو یوازې یو نندارتون درلود.»

د دغې کارخونې یوه کارکوونکې، ملیحه هم وايي: «په نندارتونونو کې حضور درلودل ددې لامل کېږي چې زموږ محصولات لا ښه وپېژندل شي. غوښتنه مو دا ده چې لا زیات نندارتونونه جوړ شي او سوداګري ورسره وده وکړي.»

د پروسس د دغې کارخونې یوه بله کارکوونکې، ترانه بیا وايي: «زموږ لپار د کار زمینه ډېره ښه ده. ځکه دې چاپېریال کې ټولې ښځې دي او داسې کار دی چې یوازې ښځې یې ښې ترسره کولای شي.» 

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه دغه ولایت کې د متشبثو مېرمنو د کاروبار غوړېدا او ورته د اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکوي.

د دغې خونې د مسوولینو په خبره په کورنیو او بهرنیو نندارتونونو کې د مېرمنو په ګډون محدویت نشته.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجراییه امر، محمد امین یوسف و ویل: «سوداګرې ښځې هم کولای شي د نارینه سوداګرو په څېر خپلې سوداګرۍ ته وده ورکړي او هغوی ته هېڅ ډول ممنوعیت نه شته. د موسسو او خصوصي سکټور له لوري یې ملاتړ هم کېږي.»  

د هرات د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولینو په خبره په تېرو دوو کلونو کې دغه ولایت کې د متشبثو مېرمنو کاروبار په پام وړ ډول غوړېدلی دی او سلګونو مېرمنو سوداګریزو چارو ته مخه کړې ده.

خو اقتصادي ستونزې او د تولیداتو پلور بازار پیکه والی، د دې متشبثو ښځو لویې ستونزې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه