د بدخشان د چاپېریال ساتنې ریاست وایي، دغه ولایت کې د وحشي ژویو او الوتونکو ښکار په بشپړ ډول منع دی.
د دغه ریاست مسوولین وایي، له سرغړونکو سره به جدي او قانوني چلن وشي.
بدخشان کې کمیابه وحشي ژویو په ځانګړي ډول مارکو پولو هوسیو او واورینو پړانګانو ته تل د بهرنیو سېلانیانو پام ور اوښتي.
د بدخشان د چاپېریال ساتنې ادارې رییس، فیض الرحمان ابراهیمي وایي: « د وحشي ژوي او الوتونکي ښکار په ټوله کې منع دی. دغه پرېکړه د اسلامي امارت د رهبر د حکم پر بنسټ شوې ده او هیڅ چاته د ښکار اجازه نه ورکول کیږي.»
د دغه ولایت ځینې اوسېدونکي د چاپېریال ساتنې ادارې له دې پرېکړې ملاتړ کوي او وایي، دغه برخه کې به ورسره همکاري وکړي.
د بدخشان اوسېدونکی، سید محب الله سادات وایي: « د ښکار مخنیوی د دې لامل کیږي چې، ژوي خوندي وي او بدخشان ته لا ډېره ګرځندویان راشي.»
د دغه ولایت بل اوسېدونکي، عبدالرسول میرزايي و ویل: « موږ د اسلامي امارت د دغه اقدام هرکلی کوو او له ناقانونه ښکاریانو سره د جدي چلن غوښتنه کوو.»
دې وروستیو کې د بدخشان د شکی ولسوالۍ اوسېدونکو قهوه يي خرس ښکار کړی و او له جسد سره یې یادګاري انځورونه اخیستي وو چې سیمهییز مسوولین وايي، په دې تړاو یې دوه تنه نیولي دي.