بامیان کې ځینې معلوله صنعتګرې ښځې چې دغه ولایت کې د لاسي صنایعو پر تولید بوختې دي، د مناسب ځای نشتوالي او لاسي صنایعو د بازار پیکه کېدو ته اندېښمنې دي.
دوی وایي، اوسنی کم عاید یې حتی د غرفو تودولو لپاره هم کافي نه دی.
فاطمه یو له دغو ښځو ده چې، له دوو کلونو راهیسې د لاسي صنایعو پر تولید بوخته ده. هغه وايي، له سهاره تر ماښامه کار کوي څو د لاسي صنایعو د تولید او پلور له لارې د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ اړتیاوې پوره کړي خو د پلور مناسب بازار او اقتصادي فعالیتونو لپاره د ځای نشتوالی له امله د نورو معلولو مېرمنو په څېر له جدي ستونزو سره مخ ده.
فاطمه زیاتوي: « د کور ګټیالۍ شکر خپله یم، پنځه لورګانې لرم، مشره یې دیارلس کلنه ده. دغو شرایطو کې ډوډۍ پیداکول سخت دي.»
د فاطمې په څېر ځینې نورې ښځې هم له سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې، د دوی لاسي صنایعو تولیداتو ته د بازار موندنې او مناسب ځای برابرولو په برخه کې همکاري وکړي.
بامیان کې صنعتګره، معصومه وایي: « لورګانې مې دا اوبدي او زه یې صنایع دلته د پلور لپاره راوړم. دوه کاله کیږي چې انټرنیټ کې مې هم پاڼه جوړه کړې او ښځو ته هم تکې وېشم او اوبدي یي.»
بلې صنعتګرې، مرضیې و ویل:« امکانات ډېر کم دي. که ځینې برښنایي وسایل او یو ښه ځای اوسي، ډېر به ښه وي. د ځای له امله ډېر په عذاب کې یو.»
ورته مهال بامیان کې د معلولینو ټولنې مسوول وايي، د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست او ځینو مرستندویه بنسټونو په همکارۍ به ډېر ژر دغه ولایت کې د ښځو لاسي صنایعو لپاره یو مرکز جوړ کړي.
د بامیان د معلولینو ټولنې مسوول، سید عبدالرزاق دانش و ویل:« هغه چې اوس په کار بوخت دي او نور چې په کورونو کې دي، موږ ورته یو ځانګړی مارکیټ په پام کې نیولی؛ د هنر مارکیټ په څېر موسسې وکولای شي له دې ادرسه له دوی سره مرستې وکړي.»
د بامیان د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شمېرو پربنسټ، دا مهال له دغه ریاست سره څه باندې پنځه زره معلولیت لرونکي کسان ثبت دي چې له یو نیم زر زیاتې یې میرمنې دي.