د کندهار رخام ډبرې له هېواده د باندې هم د پلور ښه بازار لري.
د دغه ولایت د کانونو او صنایعو خونه وايي هڅه کوي چې د کندهار د رخام ډبرې تولیدات زیات او له بهره یې واردات کم شي.
د ۴۵۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت کارخونه د کندهار ښوراندام صنعتي ښارګوتي کې پر دوه نيم جریبه ځمکه جوړه شوې ده.
په ورځني ډول د شاه وليکوټ ولسوالۍ له کانونو استخراج شوې تر اتیا ټُنه پورې د رخام ډبرې دې کارخونه کې پروسیس کېږي.
ددې کارخونې مسوول وايي د دوی تولیدات د کورنیو بازارونو ترڅنګ په هند، پاکستان، چين، متحده عربي اماراتو او قطر کې هم ښه بازار لري.
کندهار کې د یوې توليدي کارخونې مسوول، نصيب الله محمدي و ویل: «موږ دلته د ورځي ۸۰ ټنه پوري روخام ډبره پروسیس کوو او خپل تولیدات د افغانستان د کورنیو بازارونو ترڅنګ متحده عربي اماراتو، چین، هند پاکستان او قطر ته لېږو او هلته زموږ د تولیداتو غوښتنه زیاته ده. موږ هڅه کوو خپل تولیدات نور هم زیات کړو».
ددې توليدي کارخونې کارګر وایي له رخام، مرمر او ګرانیټ ډبرو څخه د هر ډول توکو د توليد وړتیا لري.
کندهار کې یو کارګر، محمد طاهر په دې اړه و ویل:«موږ هر ډول ډبرین او د ښکلا توکي تولیدولای شو او د کورنیو او بهرنیو مشتریانو هر راز غوښتني پوره کولای شو».
هلته یو بل کارګر، بلال احمد وايي: «دلته زموږ سره مسلکي کاریګر کار کوي او داسي کاریګر لرو، آن لس کلنه تجربه لري، موږ د وړتیا لمخي کمه تشه نلرو».
یو بل کارګر ، محمد نسيم هم وايي: «دلته مو د مارکېټ په غوښتنه بېلابیل توکي تواږلید کړي دي او لاهم د تولید لپاره غوښتني لرو. د خپل تولید په اړه ډاډ ورکوو».
ورته مهال د کندهار د کانونو او صنايعو خونې رییس وایي هڅه يې دا ده چې ددغه ولایت د رخام ډبري توليدات نور هم زيات او له بهره يې واردات کم شي.
د کندهار د کانونو او صنايعو خونې رییس، سيد سرور اماني په دې اړه وايي: «له نېکمرغه اوس کندهار کې د کانونو د استخراج ترڅنګ د کاني توکو د پروسیس په برخه کې هم پانګوني شوي او موږ هڅه کوو دلته تولید زیات او له بهره د ورته توکو تولیدات کم کړو».
د کندهار ښوراندام صنعتی ښارګوټي کې دا مهال شاوخوا ۲۰۰ توليدي کارخونی فعالیت کوی، چې د سیمهییزو مسوولينو په خبره دغه ولایت ته د وارداتي برښنا په رسېدو سره به یې فعاليت او شمېر لا زيات شي.