د بدخشان د واخان ولسوالۍ اوسېدونکي روغتیايي مرکزونو، ښوونځيو او مخابراتي شبکو ته د نه لاسرسي له امله اندېښمن دي او د سرپرست حکومته غواړي چې دغو ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.
واخان د بدخشان مرکز فیض اباد ته په ۲۰۰ کیلومټرۍ کې یوه سرحدي ولسوالۍ ده چې له اتلس زرو زیات نفوس لري.
د بدخشان د واخان ولسوالۍ اوسېدونکی، فیض الله وایي: « یو زده کوونکی په دوه یا درې ساعتونو کې ښوونځي ته رسیږي.»
د واخان بل اوسېدونکي، ولي عبیدي و ویل: « مخابراتي شبکې نشته، یوازې سلام شبکه فعاله ده خو مرکز کې نورې شبکې هم فعالې دي.»
خو د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین د واخان ولسوالۍ اوسېدونکو ستونزې مني او وايي، دغو ستونزو ته به رسېدنه وکړي.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر، حکمت الله محمدي و ویل: « موږ یي د روغتیایي یا سړکونو نشتون په څېر نورو ستونوز ته پاملرنه لرو او سیمه ییز حکومت هڅه کوي چې دغه ستونزې هم تر خپل توانه حل کړي.»
بدخشان د هېواد یو له شمال ختیځو ولایتونو دی چې، د سرحدي ولسوالیو اوسېدونکي یې د سړکونو خرابوالي او روغتیايي او مخابراتي خدمتونو نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.