په ورځني ډول سلګونه هېوادوال په ناقانونه ډول د نیمروز له لارې ایران ته ځي.
دغه هېوادوال وایي، که کاري زمینې ورته برابرې شي له هېواده به ونه وځي.
خو د نیمروز سیمهییز مسوولین له هېوادوالو غواړي چې له ناقانونه او قاچاقي سفرونو څخه ډډه وکړي.
د بادغیس اوسېدونکی شپاړس کلن محمد چې غواړي په قاچاقي لار ایران ته لاړ شي وایي، د کورنۍ لګښتونو اړ کړی چې پر دغو پېچلو او ګواښوونکو لارو سفر ته زړه ښه کړي.
محمد وایي: « هېواد د کورنۍ او ژوند لګښتونو تامینولو زه اړ کړی یم چې له ننګونکو لارو ناقانونه سفر ته مخه کړم.»
د کابل اوسېدونکی فهیم وایي، که هېواد کې ورته کاري زمینه برابره شي نو هیڅ بل هېواد ته هم لاړ نشي.
فهیم زیاتوي: « که هېواد راته کاري زمینه برابره شي نو هیڅ کله هم له هېواده نه ځم. همدومره چې وکولای شم د خپل کور لګښتونه پوره کړم په هېواد کې پاتې کیږم. له حکومته غواړو چې موږ لپاره کاري زمینه برابره کړي.»
د فراه اوسېدونکي خان اغا و ویل: « موږ اړ یو چې ګواښوونکو لارو ته مخه کړو، ځکه هېواد کې ځوانانو ته کاري زمینه برابره نه ده.»
خو د نیمروز سیمهییز مسوولین له هېوادوالو غواړي چې، له ناقانونه سفرونو ډډه وکړي او د پاسپورټ او ویزې اخیستلو سره په قانوني ډول نورو هېوادونو ته سفر وکړي.
د نیمروز د والي مرستیال، سید سلیمان اغا بهیر و ویل: « له هېوادوالو غواړم چې د پاسپورټ په ترلاسه کولو سره په قانوني توګه سفر وکړي او له ناقانونه سفرونو ډډه وکړي. د نیمروز سیمه ییز حکومت ایران ته د هېوادولو د قاچاق مخنیوي لپاره ډېرې هڅې کړې دي. ډېری کورنیو له موږ غوښتي چې، د کورنیو د غړو د ناقانونه سفر مخه یې ونیسو.»
دې وروستیو کې لسګونه هېوادوال چې په قاچاقي لارو ایران روان وو، د دغه هېواد د پوله ساتو ځواکونو په ډزو کې ورته درنه مرګ ژوبله اوښتې وه.