Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سرپل کروندګر: د کوکنارو کښت په منع کېدو سره مو اقتصاد زیانمن شوی دی

په سرپل کې کروندګر وايي، د کوکنارو کرکېلې تر منعه کېدو وروسته له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

دوی زیاتوي، تر اوسه هم ورته د کوکنارو  بدیلو کښتونو نه دي ورکړل شوي او په خبره یې، د غنمو، جوارو او وربشو کښتونه یې لګښتونه نه پوره کوي.

د سرپل د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست مسوولین بیا وایي، له کروندګرو د ملاتړ په موخه ځینې پروګرامونه تر لاس لاندې لري.

د سرپل اوسېدونکی ثناالله احمدي چې، د کرنې له لارې د خپلې کورنۍ ورځني لګښتونه پوره کوي وایي، د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې نشتون له امله هر کال د دغه ولایت د کروندګرو حاصلات کمیږي.

ثناالله طلوع‌نیوز ته و ویل: « موږ اوس مهال نه چرس کرو او نه هم کوکنار، هغه وړاندیز چې موږ ته شوې چې، اصلاح شوي تخمونه راکوي، تر اوسه یې نه دي راکړي. هغه تخمونه چې له بازارونو یې اخلو زموږ د کار لګښتونه هم نه پوره کوي.»

سرپل کې ځینې نور کروندګر هم د سرپرست حکومت له مسوولینو او مرستندویه بنسټونو غواړي چې، د کوکنارو بدیل کښتونو ورته و وېشي. 

د سرپل کروندګر، صدام و ویل: « اصلاح شوي تخمونه چې ویلي یې و راکوي یي، تر اوسه یې نه دي راکړي. هغه تخمونه چې بازاره یې اخلو له ۴۰ تر ۵۰ زرو لګښت پرې راځي خو سم حاصل نه ورکوي.»

بل کروندګر عنایت الله و ویل: « هغه غنم او پیاز چې موږ یې کرو او تخمونه یې له بازار اخلو حاصل نه ورکوي. له حکومته غواړو چې موږ ته اصلاح شوي تخمونه و وېشي څو زموږ زیار پایله ورکړي.»

ورته مهال د سرپل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، د کوکنارو کښتونو منع کېدو وروسته یې د کروندګرو اقتصادي پیاوړتیا په موخه، دوی د اینجې کښتونو زده کړې ترڅنګ د غنمو اصلاح شوي تخمونه هم وېشلي دي.

د سرپل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر، شریف الله مصدق و ویل: « د کوکنارو کښت تر منع کېدو وروسته، موږ کروندګرو ته اینجه د بدیلو کښتونو په توګه وړاندیز کړه او دوی ته مو د اینجې د کښت لپاره ورکشاپونه جوړ کړل.»

تر دې وړاندې د نورو ولایتونو کروندګرو هم د سرپرست حکومت له مسوولینو او مرستندویه بنسټونو د بدیلو کښتونو برابرولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې وه.

شریک یي کړئ