Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د فراه په خاک سفید ولسوالۍ کې یو روغتیایي مرکز جوړ شو

د فراه د خاک سفید ولسوالۍ په ننګ اباد کلي کې د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت یو روغتیایي مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

دغه مرکز د مېرمنو نړۍوال سازمان ټولنیز بنسټ له لورې جوړ شوی چې د سیمه ییزو مسوولینو په خبره، د ورځې ۳۰۰ ناروغانو ته به پکې روغتیایي خدمتونه وړاندې کیږي.

د فراه د عامې روغتیا رییس احسان الله شاکر و ویل: « دا پروژه دلته د لسو میاشتو لپاره پلې کیږي او موږ هیله من یو چې تمدید شي او په راتلونکې کې هم خدمات وړاندې کړای شي.»

د فراه د اقتصاد رییس جمال الدین جلالي بیا په دې اړه داسې و ویل: « په فراه په ځانګړې توګه په خاک سفید ولسوالۍ کې روغتیایي خدمتونه کم دي. موږ هیله لرو چې دغې سیمې ته پام لا زیات شي.»

ورته مهال د ځینو کورنیو او نړۍوالو مرستندویه بنسټونو ځینې مسوولان په نږدې راتلونکي کې په دغه ولایت کې د څو روغتیايي مرکزونو د جوړولو ډاډ ورکوي.

فراه کې د مېرمنو نړیوال سازمان مسوول عبدالجلیل فروغ وایي: « زموږ خدمتونه د سټنډرډونو پر بنسټ وړاندې کیږي او په دغه مرکز کې به ټول تجهیزات د سټنډرډونو سره سم وکارول شي.»

په فراه کې یو بل مرستندویه بنسټ مسوول عبدالوحید رحیمي و ویل: « په ټوله کې په فراه کې د ۱۵ روغتیایي مرکزونو جوړولو پلان موجود دی. له دې ډلې یې ۳ هغه فعال شوي چې یو یې دا دی. اته نور مرکزونه هم یوازې همدې ولسوالۍ لپاره ځانګړي شوي دي.»

ورته مهال د خاک سفید ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي له مسوولینو د لازیاتو روغتیايي مرکزونو د جوړولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي.

د فراه اوسېدونکي الله داد و ویل: « د ښځو د زیږون لپاره باید دلته اسانتیاوې برابرې شي ترڅو ښار ته یې لېږدولو ته اړتیا پیدا نشي. د ماشومانو خوارځواکۍ ته هم باید پام وشي.»

سیمه‌ییز مسوولین وايي، خاک سفید د فراه ولایت لرې پرته ولسوالۍ ده، چې ډېری اوسېدونکي یې په محدود ډول روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لري.

شریک یي کړئ