Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غزني کې د ۶۰۰ زره ډالرو په ارزښت د اوړو یوې کارخونې په کار پیل وکړ

په غزني کې د ۶۰۰ زره امریکايي ډالرو پانګونې سره د اوړو یوې تولیدي کارخونې فعالیت پیل کړ، چې په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۵۰ ټُنه اوړو د تولید وړتیا لري او شاوخوا ۶۰ تنو ته پکې د کار زمینه هم برابره شوې ده.

د کارخونې مسوول، شاه محمد وايي: «زموږ خو په دې کارخانه باندې شپږ لکه ډالر مصارف راغلي او ماشینان مو له ترکیې څخه راوړي دي، ساختمان مو همدلته ورته جوړ کړ.»

ورته مهال د غزني ځینې اوسېدونکي او کارګر له نورو سوداګرو او پانګه والو غواړي چې په کوردننه پانګونې سره لازیاتو ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر کړي.

       د غزني اوسېدونکی، عبدالستار په دې اړه وايي: «په هیواد کې پانګونه زموږ هېواد د ځان بسیاینې او پیاوړتیا لور ته بیایي، څو له هره اړخه زموږ هېواد پر ځان بسیا شي.»

د غزني یو بل اوسېدونکی، صدیق الله هم وايي: « له پانګوالو مو دا غوښتنه ده چې سرمایه ګذاري په خپل وطن کې وکړی، دا د ځوانانو لپاره ډېره فایده ده او د وطن لپاره چې ځوانان مو په خپل وطن کې په کسب او کار مصروف اوسي.»
      
کارګر، سورګل هم وايي: « ډېر خوشحاله یو چې دا فابریکه په غزني ولایت کې فعاله شوې ده، ډېر ځوانان چې نورو هېوادو ته ځي په لاره سلو مشکلاتو سره مخ کېږي، ښه داده چې همدلته په یو کار مصروفه شي او له نورو سرمایه دارانو څخه مو غوښتنه داده چې غزني کې نورې  پروژې هم پیل کړي.»

خو سیمه‌ییز مسولین وایي، دغه ولایت کې به صنعت کارانو ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

د غزني د صنایعو او کانونو خونې رییس، عبدالرحمان احمدي وايي: «زموږ له دوی سره خبرې روانې دي او راتلونکې هفته مو ډېرې مهمې جلسې دي له اسلامي امارت او د اطاقونو له رییسانو سره، دوی له صنعت سره د ماليې او نورو برخو کې کلکه ژمنه کړې ده.»

د مسوولینو د شمېرو پربنسټ دا مهال په غزنې ولایت کې د اوړو شپږو تولیدي کارخونو په ګډون ۱۰۰ سترې او کوچنۍ کارخونې فعالیت کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه