Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بدخشان د شهر بزرګ ولسوالۍ اوسېدونکي د اسانتیاو نشتون اندېښمن کړي دي

د بدخشان د شهر بزرګ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، روغتیايي مرکزونو، مخابراتي خدمتونو او برښنا ته نه لاسرسي او سړکونو خرابوالي له امله له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

دوی د سرپرست حکومت له مسوولینو خپلو ستونزو ته د رسېدنې غوښتنه کوي.

د شهر بزرګ ولسوالۍ اوسېدونکی، امین الله وایي: « لارې خرابې دي، پل د سیند په یوه برخه کې خراب دی، روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لرو، زموږ خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي.»

د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکي، رحیم الله و ویل: « تېرو حکومتونو کې زموږ ولسوالۍ ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې، زموږ خلک برښنا نه لري او ډېری سیمو کې مخابراتي شبکې نشته. دې حالت خلک له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.»

سیمه‌ییز مسوولین وایي، د شهر بزرګ ولسوالۍ پر عمومي سړک یې د جغل اچونې چارې پیل کړي او وایي، هڅه کوي چې د دې سیمې نورو ستونزو ته هم رسېدنه وکړي.

د بدخشان د شهر بزرګ ولسوال، محفوظ الله همدرد و ویل: « الحمدالله د شهر بزرګ ولسوالۍ د عمومي سړک د جغل اچونې او اواري چارې مو پیل کړي دي او دا کار دوام لري. موږ هڅه کوو چې، د کلینیک او مخابراتي شبکو په برخه کې هم د خلکو ستونزې حل کړو.»

شهر بزرګ ولسوالۍ د بدخشان مرکز فیض اباد ته په ۴۵ کیلومټرۍ کې پرته ده او څه باندې ۶۷ زره نفوس لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه