Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندهار کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پیل شو

کندهار کې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

د دغه نندراتون په ۱۵۰ غرفو کې کورني تولیدات نندارې ته اېښودل شوي او د صنعتکارانو په خبره له وارداتي توکو یې کیفیت هم لوړ دی.

د کانونو او صنايعو خوني مشر، شېرباز کمين زاده و ویل: « د کندهار په ښکلي ښار کې دغه نندارتون جوړ شوی، چې پکې ۱۵۰ فابريکو ګډون کړی او په ۱۳۷ سکټورونو کې موږ پر ځای بسياينی ته رسېدلي يو او صادرات هم لرو.»

دغه نندارتون کې خوراکي توکي، لېږدونکي وسایط، لبنیات، وچې مېوې او غالۍ نندارې ته وړاندې کېږي.

کندهار کې صنعتکار، نصرالله بهلول و ویل: « زموږ توليدات لوړ معيار لري او موږ د انارو يو ډول جوس هند ته هم استولی، چې هلته یې غوښتونکي او مشتريان ډېر دي.»

د نندارتون ګډونوال، شريف الله حبيبي و ویل: « په کندهار کې لس ډوله وچه مېوه شته، چې موږ يې نړۍ ته هم صادرو او ترڅنګ د نړۍوالو هر ډول غوښتنو ته رسېدنه کولای شو.» 
 
ورته مهال د کندهار اوسېدونکي د کورنیو تولیدات ملاتړ او د هېواد اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې دغه ډول هڅې مهمې ګڼي.

د کندهار اوسېدونکي، نجیب الله ځلاند و ویل: « تاسو پوهېږئ چې، نندارتونونه د صنعت د ملاتړ او توليداتو بازار موندنې برخه کې ګټور دي او موږ د مننې ترڅنګ د دا ډول هڅو د دوام غوښتنه کوو.»

د کندهار بل اوسېدونکي، عبدالرحمان و ویل: « د نندارتونونو په جوړېدو سره نړۍوال زموږ د توليداتو له کیفیته خبرېږي، چې موږ يې د دوام او ملاتړ غوښتنه کوو.»

روان کال پلازمېنه کابل کې د څو نړۍوالو نندارتونونو سربېره په ننګرهار، بلخ، خوست، کندوز، هرات او ځینې نورو ولایتونو کې د کورنیو تولیداتو ملاتړ په موخه ورته نندارتونونه جوړ شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه