Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د اوبو زېرمه کولو او نویو بندونو جوړولو ته د ایران توند غبرګون

د هرات پاشدان اوبو بند کې د اوبو زیرمه کولو او پر فراه سیند د اوبو دوو بندونو جوړولو د ایران توند غبرګون راپارولی دی.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویلي، د اوبو دغو بندونو او برښنا کوټونو جوړول د دواړو هېوادونو ترمنځ د ژمنو خلاف کړنه ده.

د دغه وزارت د ویاند اسماعیل بقایي په خبره، افغان حکومت د دواړو هېوادونو د هوکړې لمخې باید ایران ته د ورتلونکو اوبو مخه ونه نیسي. هغه ویلي، د ایران له حق، دوه اړخیزو هوکړو، اصولو او له عرفي قواعدو او دغه راز د ښه ګاونډیتوب او چاپېریالي ملاحظاتو له مراعت پرته له اوبیزو سرچینو ګټنه نشي کېدلای.

اسماعیل بقايي زیاته کړې: « د  ایران له حق، دوه اړخیزو معاهدو، اصولو او یا له عرفي قواعدو پرته او دغه راز د ښه ګاونډیتوب اصل او چاپېریالي ملاحظو پرته له اوبیزو سرچینو ګټنه نشي کولای.»

د چارو شنونکي په دې باور دي چې، د افغانستان او ایران ترمنځ د هریرود او فراه رود سیندونو اړوند هیڅ ډول معاهده نشته. دوی ټینګار کوي چې، پر هریرود سیند د اوبو بندونو او برښنا کوټونو جوړول د افغانستان طبیعي حق دی.

د هرات د متخصصینو شورا رییس، محمد رفیق شهیر و ویل: « ۵۰ کاله کیږي چې افغانستان کې جګړه ده او موږ له اقتصادي او کرنیز اړخه ډېر زیانمن شوي یو، اوس چې ارامي راغلې نو باید د بیکارۍ لمنځه وړلو او خلکو ته د خوړو برابرولو په موخه دغه پرېکړه وشي او دا د افغانستان طبیعي حق دی چې لومړی له خپلو اوبیزو سرچینو ګټه واخلي.»

ورته مهال ځینې هېوادوال وايي، د کرنې ودې او اقتصادي ستونزو حل لپاره اړتیا ده چې، په هېواد کې اوبه مدیریت شي.

د هرات اوسېدونکي، غلام نبي طلوع‌نیوز ته و ویل: « همدا اوس په ژمي کې زموږ ویالې وچې دي، خو که اوبه مو اضافه شي نو هرو مرو ګاونډي هېواد ته رسیږي.»

د هرات بل اوسېدونکي، رامین و ویل: « افغانستان یو کرنیز هېواد دی او د هرات ډېری اوسېدونکي هم په کرنې بوخت دي او باید بندونه چمتو وي چې، دغه ولایت کې کرنې ته رسېدنه وشي.»

د پاشدان اوبو بند چې، د هریرود سیندیزې حوزې اړوند پر کرخ سیند جوړ شوی، د اوبو زېرمه کولو لړۍ یې وروستیو اونیو کې پیل شوې ده.

د فراه د بخش اباد اوبو بند جوړولو چارې هم په چټکۍ روانې دي او د سرپرست حکومت له پرېکړې سره سم به ډېر ژر دغه ولایت کې د کج صمد اوبو بند جوړولو چارې هم پیل شي.

د چارو شنونکي په دې باور دي چې، د افغانستان او ایران ترمنځ د هریرود او فراه رود سیندونو اړوند هیڅ ډول معاهده نشته.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه