Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

جوزجان کې د شعر شپې پروګرام جوړ شو

د جوزجان مرکز شبرغان ښار کې شاعرانو، لیکوالانو او ځینو نورو ځوانانو د شعر شپې په نوم مشاعره جوړه کړه.

د دې مشاعرې ګډونوال وایي، ځوانان دې د علم زده کړې سره د هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي.

شاعر او لیکوال، قمر الدین پویا عزیز و ویل: « ځوانان دغه راز پروګرامونو کې کولای شي خپل شعرونه او لیکنې وړاندې کړي.»

بل شاعر، عبدالغفور مخدوم و ویل: « دغه پروګرامونه د ځوانانو ترمنځ د شعر او کتاب لوستنې دود ژوندی ساتي.»

بل‌خوا د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، د دغه ډول فرهنګي او ادبي پروګرامونو جوړولو ته به دوام ورکړي.

د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر، احمد شاهرخ جوینده و ویل: « د شعر شپه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست یو له پروګرامونو ده. شاعران او ځوانان د ژمي په شپو کې دغه راز پروګرامونه په لېوالتیا ترسره کوي چې، د لوستنې د دودولو په برخه کې اغېزناک رول لري.»

د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د معلوماتو پربنسټ د روان لمریز کاله له پیله تر دې مهاله په دغه ولایت کې ۴۰ علمي او ادبي پروګرامونه جوړ شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه