هرات کې یوه انجلۍ د خیاطۍ یوې کارخونې جوړولو سره دغه ولایت کې له زده کړو پاتې نجونو او بې سرپرسته ښځو ته د کار فرصت برابر کړی دی.
هلته له زده کړو محرومې له دیرشو زیاتې نجونې او بې سرپرسته ښځې په کار بوختې دي.
د دغو ښځو له لوري د ښځینه کالیو بېلابېل ډولونه تولیدېږي چې د کورنیو بازارونو ترڅنګ امریکا، کاناډا او جرمني ته هم صادرېږي.
د خیاطۍ کارخونې مسووله، پروانه صفت یار وايي: «ما غوښتل چې د ښځو لپاره د کار شرایط برابر کړو او یو خوندي چاپېریال جوړ کړو، څو ښځې وکولی شي په بشپړ امنیت سره دلته کار وکړي، او دویم دا چې تولیدات پرمختګ وکړي.»
له زده کړو پاتې ځینې نجونې وايي دلته د کار کولو سره یې د پرمختګ لپاره انګیزه ترلاسه کړې ده.
دوی له اوږدې مودې کورناستۍ وروسته په دغې کارخونه کې پر کار بوختې شوې دي.
کارکوونکې، حسنا افسرزاده په دې اړه وايي: «موږ ډېر ښه احساس لرو چې دلته د کار فرصت برابر شوی. له هغه وخته چې ښوونځي تړل شوي وو، زه ډېره سخته خفه وم او په کور ناسته وم.»
یوه بله کارکوونکې، فاطمه عزیزي هم وايي: «زه ډېره خوشاله یم چې زموږ لپاره د کار چاپېریال برابر شوی. موږ دلته خیاطي کولی شو او معاش او پیسې ترلاسه کولی شو.»
په دغې کارخونه کې ځینې ښځې د کار کولو سره د خپل ژوند څرخ تاووي.
دوی چې د خپلو کورنیو ګټیالۍ دي، دلته د کار کولو سره عاید ترلاسه کوي.
کارکوونکې، فریبا الکوزۍ وايي: «موږ په کور کې پنځه کسان یو؛ دوه نجونې، زه او زما ناروغ مېړه. زه ډېره خوشاله یم چې داسې ځای راته برابر شوی دی. چې کله دلته راغلم، زه له رواني پلوه ناروغه وم، خو دلته راتګ زما روغتیا ته ډېره ګټه کړې او له اقتصادي پلوه زموږ کورنۍ ښه شوې ده.»
له شپږم پورته د نجونو زده کړو بندېدو وروسته ډېری نجونو د کسبونو زده کړې ته مخه کړې ده.
په تېرو درېیو کلونو کې هرات کې د ښځو د لاسي صنایعو سلګونه لویې او کوچنۍ کارخونې فعاله شوي، چې زرګونه ښځې او نجونې پکې په کار بوختې دي.
په دې اړه مو اندونه