سویلي حوزه کې د یوناما مشر، الکسانډر ګاریټ وايي، ملګري ملتونه د رسنیو ملاتړ ته دوام ورکوي.
الکسانډر ګاریټ زابل ته په سفر کې له خبریالانو سره یوې ناسته کې زیاته کړې چې، دا مهال د افغانانو او نړۍوالې ټولنې د مالوماتو مهمه سرچینه رسنۍ دي او د رسنیو کارکوونکو ته د مناسب کاري چاپېريال چمتو کول مهم دي.
سويلي حوزه کې د يوناما د دفتر مسوول، الکسانډر ګاریټ و ویل: « موږ هڅه کوو چې، ډېر څه وکړو. د بنسټيزو پروژو د پلي کېدو ترڅنګ به د رسنيو ملاتړ لپاره هم بودیجه چمتو کړو. موږ به هیڅکله تاسو له پامه ونه غورځوو او دا تاسو ياست چې دا مهال افغانان او نړۍوال خبروئ. ستاسو لپاره د مناسب کاري چاپېريال چمتو کول مهم دي.»
زابل کې خبريالان بيا د رسنیزو فعالیتونو د ملاتړ غوښتنه کوي.
زابل کې خبریال، اسدالله وفا و ویل: « له یوناما څخه غوښتنه کوو چې، د خبریالانو او ازادو خبریالانو ملاتړ وکړي او هغوی ته د وړتیا لوړوني پروګرامونه په لاره واچوي.»
خبریال، عصمت الله عمري و ویل: « د زابل سیمه ییزې رسنۍ له اقتصادي پلوه له ستونزو سره مخ دي، زموږ غوښتنه ده چې، یوناما د دوی د ملاتړ په برخه کي کار وکړي.»
زابل کې د رسنیو د ملاتړ بنسټ ولایتي مسوول، هدایت الله نېکزاد و ویل: « د زابل سیمه ییزي رسنۍ له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او غواړو چې، د دغه ولایت له ځايي راډیوګانو او خبریالانو سره مرسته وشي.»
سویل کې ملګرو ملتونو دغه مسوول زیاته کړې چې، روان زېږیز کال کې به اطلاعاتو ته د لاسرسي زمینې برابرولو ترڅنګ د رسنیو مالي ملاتړ او خبریالانو د وړتیا لوړولو په برخه کې خپلې هڅې نورې هم زیاتې کړي.
په دې اړه مو اندونه