Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سرپل نږدې ۸۰ سلنې خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

د سرپل د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس وايي، د دغه ولایت نږدې ۸۰ سلنې اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

خو تازه د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوو شبکو پرانیستلو سره دغه ولایت کې شاوخوا ۹۰۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې دي.

د سرپل د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس، جمعه حقیار و ویل: « شاوخوا ۸۰ سلنې خلک د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي. په الجهاد او صیاد ولسوالیو کې په سل کیلومټرۍ کې هم اوبه نشته.»

د سیمې ځینې اوسېدونکي چې، د څښاک له پاکو اوبو برخمن شوي وايي، تر دې وړاندې د څښاک اوبو برابرولو په برخه کې جدي ستونزو سره مخ وو.

د سرپل اوسېدونکي، نور محمد و ویل: « تر دې وړاندې به مو اوبه بوشکو کې د خره په وسیله له سینده راوړې. اوس د څاګانو په کېندلو سره اوبه کورونو ته رسېدلي او زموږ ستونزې حل شوې دي.»

د سرپل بل اوسېدونکي، ذکرالله و ویل:« مخکې به اوړي کې د څاګانو وچېدو سره له ډېرو ستونزو سره مخ وو، خو اوس د خدای شکر دی چې، اوبه راغلي او موږ خوښ یو.»

د سرپل د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین له مرستندویه بنسټونو، سوداګرو او پانګوالو غواړي چې، د اوبو رسولو شبکو جوړولو سره د دغه ولایت د اوسېدونکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه