د بدخشان سیمهییز مسوولین وايي، په تېرو لسو میاشتو کې ددغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې یو زر او ۲۰۰ روږدي یې راټول کړي او درملنه یې کېږي.
د بدخشان امنیه قومندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولین وايي، په تېرو لسو میاشتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا یو زر او ۲۰۰ تنه روږدي یې ددغه ولایت له مرکز او ولسوالیو راټول کړي او دامهال یې درملنه کېږي.
د بدخشان د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د اطلاعاتو آمر، عبدي محمد نسیمي وايي: «په تېرو لسو میاشتو کې نږدې ۱۲۰۰ کسان له مرکز او ولسوالیو څخه راټول شوي او درملنې لپاره روغتونونو ته ور وپېژندل شوي. اوس مهال هم ۲۰۰ نور کسان په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.»
بل پلو تر درملنې لاندې ځینې روږدي د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړي چې د کوکنارو کښتونو د مخنیوي ترڅنګ دې ورته کاري فرصتونه هم برابر کړي.
حمیدالله، چې په نشه يي توکو روږدی دی وايي: «زموږ غوښتنه دا ده چې نشه يي توکي ټول شي، ترڅو موږ بیا دغو توکو ته مخه ونه کړو. که چیرې مواد په بازار کې موجود وي، نو بله چاره نه وي.»
پر نشه يي توکو یو بل روږدی، محمد هاشم هم وايي: «زموږ غوښتنه له اسلامي امارته دا ده چې د قاچاق مخه ونیسي او زموږ لپاره د کار زمینه برابره کړي. که کار نه وي، نو موږ به بیا اعتیاد ته مخه کړو.»
د بدخشان امنیه قومندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولینو د معلوماتو پربنسټ دامهال دغه ولایت کې د روږدو درملنې څلور مرکزونو ترڅنګ د مشورې ورکړې دوه مرکزونه فعالیت کوي.
په دې اړه مو اندونه