د ننګرهار امنیه قومندانۍ مسوولین د روان لمریز کال په تېرو لسو میاشتو کې د ۶۵ زره جلده پاسپورټونو له وېشلو خبر ورکوي.
د مسوولینو په خبره دغه پاسپورټونه سوداګرو، ناروغانو، عمر خوړلو کسانو او عامو خلکو ته وېشل شوي دي.
ورته مهال د ننګرهار ځینې اوسېدونکي له اړونده مسوولینو د پاسپورټ په وېش کې د اړینو اسانتیاو برابرولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنې لري.
بلال هلال چې د ننګرهار امنیه قومندانۍ د پاسپورټ امریت مرستیال دی، وايي: (۶۵ زره ۴۹۵ پاسپورټونه مو توزېع کړي دي ،په دې کې انلاین ۵۷ زره ۱۸۵ افلاین بڼه کې مو ۸ زره پنځه اتیا چې دې کې ناروغان،سپین ږیري او مجاهدین شامل دي او ترڅنګ مو ۲۵ سوداګریز پاسپورټونه توزېع کړي دي.)
د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند، سید طایب حماد هم وايي: (اوس په حضوري ډول ناروغان، سپین ږیري،اقامه لرونکي او سوداګر په حضوري ډول راشي او خپل د پاسپورټ لپاره غوښتنلیکونه وسپاري.)
ورته مهال د ننګرهار ځینې اوسېدونکي له مسوولینو د لازیاتو اسانتیاوو برابرولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنې لري.
د ننګرهار اوسېدونکی، روح الله وايي: (دا مې زوی دی له ونې راغورځیدلی او ملا یې پنځه ځایه ماته ده موږ غواړو چې پاسپورټ دې همدلته ننګرهار کې چاپ شي.)
د ننګرهار یو بل اوسېدونکی، کرامت شاه هم وايي: (په ننګرهار د پاسپورټ د نوملیکنې د بهیر ترڅنګ دې د چاپ زمینه هم برابره شي؛ تر څو دا د دوو اوونیو وخت راکم شي او خلک به دلته د پاسپورټ خاوندان شي.)
دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار سربېره په کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو کې هم د پاسپورټ د وېش بهیر تر پخوا ګړندی شوی دی.
په دې اړه مو اندونه