Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

موټر چلوونکي او مسافر د کابل-پروان د دویم سړک د بشپړولو غوښتنه کوي

د کابل-پروان لويې لارې ځيني موټر چلوونکي او مسافر د دغې لویې لارې د دويم لېن د پاتې کار د بشپړولو غوښتنه کوي.

د تېر حکومت په دوره کې د کابل-پروان لويې لارې دويم لېن د بګرام له دو سرکې تر جبل السراج پورې د ۲۵ کيلومترو په  اوږدوالي او د ۱ ميليارد او ۵۳۷ ميليونو افغانيو په لګښت د جوړولو کار ۷۵ سلنه پرمختللی و، خو د نظام له بدلون وروسته دغه کار ودرېده. 

د کابل-پروان د لويې لارې ځينې موټر چلوونکي او مسافر د دغې لويې لارې د دويم لين د پاتې کار بشپړولو غوښتنه کوي. 

د دوی په وينا، چې د دغې لويې لارې د عرض د کموالي له امله مسافر او باروړونکي موټر د تګ راتګ په وخت کې له ستونزو سره مخ وي. 

تاج محمد موټر چلوونکی وايي: «موږ له اسلامي امارته غواړو چې د سړکونو بیا رغونه وکړي، ځکه دا لار له مهمو لویو لارو ده. همدا راز، غوښتنه لرو چې په دې برخه کې جدي اقدامات وشي.»  

محمد شریف، د پنجشېر اوسیدونکی، وايي: «هر ځل چې له دې لارې تېرېږم، تر ټولو ستړې لار د جبل سراج او د تتمدرې له سیمې وروسته ده.»  

د پروان اوسیدونکی، محمد عمر بیا وايي: «موږ له اسلامي امارته غوښتنه کوو چې دا سړک بشپړ کړي.»

خو د ټولګټو وزارت وايي، د دغې لويې لارې د دويم لین د جوړولو کار د راتلونکي کال په پلان کې شامل دی او د بويجې په ځانګړې کېدو سره به يې کار هم پيل شي. 

د ټولګټو چارو وزارت وياند، محمد اشرف حق‌شناس هم په دې اړه وايي: «د بګرام له دو سرکې تر جبل سراج پورې د دې لويې لارې د جوړولو او رغونې کار مخکې پیل شوی و، چې شاوخوا ۲۳ تر ۲۵ سلنې برخه یې پاتې ده. د دې پروژې بشپړول د راتلونکي کال د وزارت په پلان کې شامل دي.»

د کابل-پروان لويه لار د پروان، پنجشېر او کاپیسا سربېره د هېواد شمال او شمال ختيځ ولايتونه هم له پلازمېنې سره نښلوي او دغه راز له دې لارې سوداګريز توکي هم منځنۍ اسيا ته لېږدول کېږي.

د ټولګټو وزارت وايي، د دغې لويې لارې د دويم لین د جوړولو کار د راتلونکي کال په پلان کې شامل دی او د بويجې په ځانګړې کېدو سره به يې کار هم پيل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه