Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې د کورنیو تولیداتو صادرونکې ټولنې فعالیت پیل کړ

د کورنیو تولیداتو په  صادراتو کې د زياتوالي په موخه په هرات کې د صادرونکو سوداګرو ټولنې فعالیت پیل کړ.

د دغې ټولنې مسوولین وايي هڅه کوي چې په کوردننه د صادراتي توکو تولید زیات شي.

د کورنیو تولیداتو د صادرونکو ټولنې اجراییوي رييس، محمد عاطف داعي په دې اړه وايي: «د دې ټولنې د جوړولو موخه د کورنیو تولیداتو زیاتوالی او د افغانستان دننه تولید شویو توکو د صادراتو پراختیا ده.»

سیاسي او اقتصادي ستونزې د کورنیو تولیداتو صادراتو پر وړاندې جدي ستونزې ګڼل کېږي.

په هرات کې د صادرونکو سوداګرو ټولنې مسوول، احمد سعید سینا هم وايي: «زعفران د افغانستان له غوره صادراتي محصولاتو څخه ګڼل کېږي. له دې سره، د کانونو سکټور، په ځانګړي ډول د مرمرو ډبرې، هم د هیواد د مهمو صادراتي ظرفیتونو څخه شمېرل کېږي.»

د یوه خصوصي تولیدي شرکت مسوول، زبیر عزیزي بیا وايي: «موږ تل د خپلو محصولاتو لپاره د مناسب بازار د نشتوالي اندېښنه لرله، او د تولید وروسته مو ډېر وخت د بازار موندنې لپاره مصرف کاوه. اوس، د دې اتحادیې په رامنځته کېدو سره، دا ستونزه حل شوې ده.»

پداسې حال کې چې د صادرونکو سوداګرو ټولنه وايي، چې تېر زېږديز کال کې د هېواد صادرات کم شوي دي؛ خو د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه له هېواده د باندې د دغه ولایت د صادراتو له زیاتوالي خبر ورکوي.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجراییوي امر، محمد یوسف امین و ویل: «زموږ صادرات په تېرو ۹ میاشتو کې د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیات شوي دي. زموږ عمده صادراتي توکي کرنیز محصولات، کورني تولیدات، لاسي صنایع، او بېلابېل داخلي اقلام دي.»

د شمېرو پربنسټ افغانستان په ۲۰۲۴ زیږدیز کال کې یو میلیارد او اته سوه میلیونه امریکايي ډالره صادرات او لس میلیارده او شپږ سوه میلیونه امریکايي ډالر واردات لرل.

تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي وو چې د تېر کال پرتله کورني صادرات څلور سلنه کم شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه