کونړ کې د برښنا د نشتوالي له امله د صنعتي کارخونو پنځوس سلنې چارې له خنډ او ځنډ سره مخ شوي دي.
د دغه ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په میاشتني ډول دغه ولایت کې د برښنا نشتوالي له امله کارخونه لرونکو ته سلګونه زره افغانۍ زیان اوړي.
د کونړ د سوداګرۍ او پانګونې خونې رييس، ضیاءالله و ویل: «د برښنا نشتون پر کارخونو پنځوس سلنې اغېز کړی، پنځوس سلنې یې کارونه کم شوي، ګټه یې کمه خو لګښتونه یې زیات شوي دي.»
له تېرو دوه نیمو کلونو راهیسې د تخنیکي ستونزو له امله د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې د مناګي برښنا کوټ د برښنا تولید په ټپه درېدلی چې د صنعتي کارخونو فعالیتونه یې ټکني کړي دي.
ورته مهال د کونړ ځینې صنعتګر وايي، که د برښنا ستونزې ته یې رسېدنه وشي، نو دغه ولایت کې به زیاتې پانګونې زمینه برابره شي.
پانګوال، میر فرید احمد یوسفي و ویل: « دلته د کار زمینه زیاته ده ځکه چې، دلته خام مواد ډېر دي، کار لپاره ښه مناسب ځای دی د همدې لپاره راغلی یم چې، دلته کارخونه جوړه کړم، هم به خلکو ته په کې د کار زمینه او هم خام مواد وکارول شي ځکه پانګوال شته دي چې دلته پانګونه وکړي.»
بل پانګوال، عزت الله حقمل و ویل: « له بده مرغه مونږ اوس برق نه لرو،ځېنې کارخونې ولاړې دي او ځینو پانګوالو زړه ښه کړی چې دلته پانګونه وکړي؛ ځکه چې کونړ د کارخونو لپاره ښه مناسب چاپېریال لري.»
د مناګي برښنا کوټ د دوه اعشاریه یو میګاواټه برښنا د تولید وړتیا لري.
خو سیمهییز مسوولین وايي، ډېر ژر به د مناګي برښنا کوټ د ترمیم چارې پيل کړي.
د کونړ د برښنا آمر، شهاب الدین یاسر و ویل: « په دې نږدې ورځو کې امکانات شته دی چې د مناګي برښنا کوټ ترمیم چارې پيل شي، مرکزي ادارې موږ سره ژمنه کړې، مونږ د کارخونو مسوولینو ته دا ډاډ ورکوو چې د دغه برښنا کوټ په جوړېدو سره به یې اتیا سلنې ستونزې حل شي.»
د کونړ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو د مالوماتو لمخې دغه ولایت کې شاوخوا دېرش سترې او کوچنۍ صنعتي کارخونې فعالیت لري چې یو زر او ۵۰۰ کارګر په کې په کار بوخت دي.
په دې اړه مو اندونه