Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې په تېرو دوو کلونو کې د نږدې ۲۰ زرو روږدو درملنه شوې ده

د هرات امنیه قومندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولین وايي په تیرو دوو کلونو کې له شلو زرو د زیاتو روږدو کسانو درملنه شوې ده.

له روږدتیا دغه روغ شوي کسان د هېواد د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي دي چې تر درملنې وروسته عادي ژوند ورستانه شوي دي.

د هرات امنیه قومندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر، حیات الله روحاني په دې اړه وايي: «په هرات کې د نږدې شل زرو روږدي کسانو درملنه شوې، چې مخکې په بېلابېلو کمپونو او کلینیکونو کې بستر وو. شاوخوا شپاړس میاشتې کېږي چې موږ دلته یو دولتي روغتون جوړ کړی او دلته یې درملنه کېږي.»

پنځوس کلن محمد اصف یو له هغو کسانو دی چې د هرات د روږدو درملنې ځانګړي روغتون کې یې درملنه کېږي.

هغه چي د بدخشان ولایت اصلي اوسېدونکی دی وايي د ایران په یوه زندان کې په نشه يي توکو روږدی شوی وو.

دغه سړی چې تر دې وړاندې د افغان هوايي ځواک پیلوټ وو، اتلس کاله د ایران په زاندانونو کې بندي وو.

محمد اصف ۲۳ کاله کېږي چې له خپلې کورنۍ لرې دي.

هغه وايي: «د ډاکټر نجیب‌الله په وخت کې ما په تاجېکستان کې د پیلوټۍ زده‌کړه وکړه او په افغانستان کې مې پنځه ویشت نړۍوالې الوتنې وکړې؛ خو یوې بدبختۍ زه ایران ته بوتلم او هلته مې ډېر وخت په زندانونو کې تېر کړ. زندان دې ته مجبور کړم چې په نشه‌يي توکو روږدی شم.»

په دغه روغتون کې زیات کسان شته چې د محمد اصف په څېر د نشه يي توکو کارولو له امله يې ژوند په تیارو کې ډوب شوی وو.

دوی د روږدتیا له امله له کورنۍ او ټولنې لرې شوي وو.
تر درملنې وروسته دغه کسان چې بېرته عادي ژوند ته راستانه شوي وايي تر دې وروسته به نشه يي توکي ونه کاروي.

عبدالکریم، یو هغه ناروغانو چې د درملنې لاندې دی، د طلوع نیوز خبریال ته وايي: «زه د تکواندو یو اتل یم چې له روسیې، پاکستان، بوسنیا او ایرانه مې افغانستان ته مډالونه راوړې دي. زه د افغانستان یو مډال راوړونکی یم چې له څلورو بهرنیو هېوادونو مې مډالونه ترلاسه کړي دي.»

نعمت‌الله، یو بل ناروغ چې د درملنې لاندې دی، وايي: «دلته ډېر کسان شته چې پوهه لري او تعلیم‌یافته دي؛ خو نشه‌يي توکو داسې کار کړی چې هغوی یې ګوښه او بې‌برخې کړي وو. نشه‌يي توکو هغوی له کورنۍ، خپلوانو، ټولنې او ان له الله (ج) لرې کړي وو.»

د سیمه‌ییزو مسوولینو په خبره په هرات کې له روږدتیا ډېری رغېدلی کسان په ایران کې په نشه يي توکو روږدي شوي وو.

دوی هېواد ته له راستنېدو وروسته د هرات امنیه قومندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د ځواکونو له لوري راټول او په دغه روغتون کې یې درملنه شوې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه