د زابل سیمهییز مسوولین وايي، د کابل - کندهار لویې لارې بیارغولو سره د دغه ولایت د طبیعي ښکلاو لېدو ته د کورنیو سېلانیانو شمېر زیات شوی دی.
دوی وایي، زابل کې یې د ګرځندویانو لپاره ډېرې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
د زابل د امنیه قومندانۍ ویاند، ذبيح الله جوهر و ویل: « الحمدالله اوس امنیت تامین دی او د کابل - کندهار لویې لارې جوړېدو سره د زابل له تفریحي سیمو د ځوانانو لیدنې زیاتې شوې او راتګ کې هم اسانتیاوي زیاتې شوې دي.»
زابل ته ورغلي ځینې کورني سېلانیان له اړونده مسوولینو د ګرځندوی په برخه کې د اړینو اسانتیاو برابرولو غوښتنه کوي.
زابل کې د تفریح لپاره یو له ښکلو ځایونو د دغه ولایت په شينکۍ ولسوالۍ کې د شینکۍ غزه لمن ده.
دغې غرنۍ سيمي ته راغلي کورني سېلانیان وایي، مسوولین دې د ګرځندوی په برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د زابل اوسېدونکی، عبدالحليم احمدي وایي:« دغه د شینکۍ غره سیمه ده، دلته ډیری ځوانان د ژمي په موسم کې راځي، دا د مېلې لپاره مناسب ځای دی.»
د زابل اوسېدونکي، احمدالله رحماني و ویل: « اوس امنیت ټینګ شوی او د زابل ډېری اوسېدونکي دغو سیمو ته د تفریح لپاره راځي خو زموږ غوښتنه دا ده، چې دلته د ځوانانو د تفریح لپاره نور خدمتونه هم وړاندي شي، یاني دوکانونه او خوړنځایونه جوړ شي.»
د زابل بل اوسېدونکي، محمد رحيم جواد و ویل: « د زابل ډېری اوسېدونکي د ژمي په موسم کې اطرافي سیمو ته د تفریح لپاره ځي او دا چاره د امنیت ټینګښت سره هم مهاله د شینکۍ غره سیمه کې تاسو خپله هم کتلی شئ.»
د دغه ولایت په واورو پوښلو غرونو، هوارو مېدانونو او تاریخي سیمو د کورنیو سېلانیانو پام ور اړولی دی.
له کندهار راغلي، سېلاني، عبدالواسع سعادت و ویل: « له کندهار ولایته راغلي یو، دا سیمه کې باید دولت د مېله والو لپاره اسانتیاوې زیاتې کړي او بازارونه جوړ کړي، ترڅو د نورو سیمو څخه هم مېله وال راشي.»
بل سېلاني، حکمت الله و ویل: « زه هم د کندهار څخه زابل ته راغلی یم، دا ښه مناسبه غرنۍ سیمه ده.»
صحرانه، سور غر، بالاحصار، د بوري غر او د شاه عالم خان کلا د زابل هغه سیمې دي دي، چې د کورنیو سېلانیانو ترڅنګ یې بهرني سېلانیان هم ليدو ته ورځي.
په دې اړه مو اندونه