Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هرات د کولالۍ پخوانی او تاریخي صنعت له ځوړ سره مخ دی

پخوا به د خوړو خټینو لوښو، منګيو او ګلدانونه څخه زیاته ګټه کېده، خو د فلزي لوښو وارداتو د کولالانو په لاس جوړو شویو توکو پېرېدونکي کم کړي دي.

حکمت الله غلامي له دوو لسیزو زیاته موده کېږي چې پر کولالۍ صنعت بوخت دی.

نوموړی د خټې څرخولو سره خټين لوښې جوړوي او د خپل هنر څرګندونه کوي.

د غلامي په خبره په وروستیو کلونو کې د کولالۍ هنر پیکه شوی دی.

هغه وايي: «حکومت باید د کولالۍ برخې هنرمندانو ملاتړ وکړي. که ملاتړ وشي، موږ کولی شو لکه نور هېوادونه پرمختګ وکړو. که نه، زموږ وضعیت به له دې هم خراب شي.»

د کولالانو په لاس د جوړ شویو د خوړو لوښو، منګیو، ګلدانونو او د کورونو زینتي خټینو وسایل پېرېدونکو بازار پیکه او پېرېدونکي یې کم شوي دي.

د خټینو توکو پلورونکی، فریدون حیدري وايي: «ځینې خلک لا هم د ښوروا خوړلو لپاره له خټینو لوښو کار اخلي، ځکه چې دغه لوښي ځانګړی کیفیت او خوند لري. همدارنګه، د اوبو ګوزه ګانې د هغو کسانو لپاره چې یخچال نلري، په پسرلي کې یو ښه انتخاب دي.»

د خټینو توکو یو بل پلورونکی، مرتضی عظیمي هم وايي: «زموږ کاروبار ورو ورو د پرمختګ په لور روان دی او خلک ورځ تر بلې د خټینو لوښي کارولو ته لېوالتیا پیدا کوي »

په هرات کې د کولالۍ صنعت له یوه نسل څخه بل ته په میراث پاتې شوی دی.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، د دغه تاریخي صنعت ژوندي ساتلو په موخه هڅې کوي.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او هنر امر، حمیدالله غیاثي بیا وايي: «د اطلاعاتو او کلتور ریاست تل د هنرمندانو او لاسي صنایع جوړونکو ترڅنګ پاتې شوی او تر هغه بریده چې امکان ولري، دوی ته یې اسانتیاوې برابرې کړي او خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.»

د کولالۍ هنر د سلګونه کلونو تاریخې مخینې لرلو سره د هرات یو پخوانی او تاریخي صنعت دی.

په تېرو کلونو کې په هرات ښار کې د کولالۍ لسګونه کارخونې فعاله وي چې شاوخوا اویا ډوله خټین توکي یې تولیدول؛ خو دامهال د دغه تاریخي صنعت یوازې درې کارخونې فعالیت کوي.

په تېرو کلونو کې په هرات ښار کې د کولالۍ لسګونه کارخونې فعاله وي چې شاوخوا اویا ډوله خټین توکي یې تولیدول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه