د جوزجان مرکز شبرغان ښار کي د میر نظام الدین علي شېر نوايي د زوکړې ۵۸۴مه او د ظهیر الدین محمد بابر د زوکړې ۵۴۲مه کلیزه ونمانځل شوه.
ظهیر الدین محمد بابر په هند کې د ګورګانیانو امپراتورۍ بنسټ اېښودونکی او امیر علي شېر نوايي په نهمه هجري پېړۍ کې د سلطان حسین بایقرا متفکر وزیر و، دوی د تیموریانو د دورې نومیالي شخصیتونه ګڼل کیږي.
په دې مناسبت د جوړو شویو مراسمو ګډونوال وايي، د دغو دوو تاریخي شخصیتونو لاسته راوړنې او د حکومتولۍ بڼه د افغانستان او د سیمې هېوادونو لپاره یوه الګو ده.
جوزجان کې شاعر او لیکوال، علي شېر انتظار جوزجاني و ویل: «د دا ډول پروګرامونو جوړول زموږ د پلرونو او نیکونو له فرهنګي ودې خبرتیا زیاتوي. دا پروګرامونه کولای شي راتلونکي نسلونه د فرهنګي فعالیتونو ملاتړ ته وهڅوي.»
شاعر او لیکوال، نجیب الله و ویل: « له دغو شخصیتونو زده کړه او الهام اخیستل د ټولو لپاره اړین دي. موږ باید خپل ځوانان وهڅوو چې د دوی له ژوند، اثارو او تاریخه زدهکړه وکړي.»
له سرپل ولایته شاعر او لیکوال، سید احمد حیدري و ویل: «د دغه راز غونډو جوړول ډېر مهم دي څو نننی نسل له خپلو تاریخي شخصیتونو خبر شي او د هغوی له اثارو د فرهنګي، ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره ګټه واخلي.»
د دغه پروګرام تنظیم کوونکي ټینګار کوي چې ځوان نسل باید د دغو دوو شخصیتونو له افکارو او علمي لاسته راوړنو خبر شي.
د پروګرام تنظیم کوونکي، فیض الله حبیبي و ویل: «ځوانان باید د ختیځ د دغو نابغه شخصیتونو او نورو شاعرانو او لیکوالانو ژوند او اثار ولولي او د هغوی فرهنګي میراث د خپلو کتابتونونو له لارې راتلونکو نسلونو ته و لېږدوي.»
د مراسمو د تنظیم کوونکو په خبره، امیر علي شېر نوايي او ظهیر الدین محمد بابر نه یوازې د حکومتولۍ بلکې په علمي، کلتوري او ادبیاتو په برخه کې هم تلپاتي میراثونه پرېښي دي.
په دې اړه مو اندونه