پکتیا کې په درنو کارونو بوخت ځینې ماشومان وايي، د اقتصادي ستونزو له امله په کم عمر کې د زده کړو پرځای درنو کارونو ته اړ شوي دي.
د پکتیا د مرکز ګردېز اړوند د ابراهیم خېلو سیمې اوسېدونکی څوارلس کلن زاهدالله وايي، د اقتصادي ستونزو له امله شپږم ټولګي کې ترې زده کړې پاتې شوي او دا مهال له مستري سره شاګرد دی.
زاهدالله وایي، که زمینه ورته برابره شي غواړي بېرته ښوونځي ته ستون شي.
هغه د طلوعنیوز خبریال ته و ویل: « په شپږم ټولګي کې د اقتصادي ستونزو له امله زده کړې راڅخه پاتې شوې اوس کار زده کوم ، که چېرې زمينه راته برابره شي غواړم ښوونځي ته لاړ شم.»
د زاهدالله په څېر ځینې نور کارګر ماشومان چې په ګردېز کې د اقتصادي ستونزو له امله په درنو کارونو بوخت دي، له اړونده مسوولینو او مرستندویه بنسټونو د لاسنیوي او زده کړو زمینې برابرولو غوښتنې لري.
پکتیا کې کارګر ماشوم، حسيب اللّٰه و ویل: « زه غواړم ښوونځي ته لاړ شم خو د مجبورۍ له امله دلته کار کوم، له دولته غواړم چې د زده کړو زمينه راته برابره کړي.»
بل کارګر ماشوم، ذبیح الله و ویل: «د مجبورۍ له امله دلته ډېر دروند کار کوم او درنې اوسپنې پورته کوم بايد کار زده کړم.»
په درنو کارونو بوخت، سيد عبدالفضل و ویل: «زما په څېر دلته نور ډېر ماشومان شته چې سخت کارونه کوي، موږ راتلونکي لرو بايد زده کړې وکړو او له دولته غواړو چې موږ ته د زده کړو زمينه برابره کړي.»
خو د پکتيا د کار او ټولنيزو چارو رييس وايي، ځینو کارګرو ماشومانو ته يې د حرفوي زده کړو زمينه برابره کړې او هڅه کوي چې دا لړۍ پراخه کړي.
د پکتيا د کار او ټولنيزو چارو رييس، محمد رحيم نصرت و ویل: «پخوانۍ شمېرې له موږ سره نشته چې د کارګرو ماشومانو شمېر زيات او که کم شوی خو په ټوله کې زيات ماشومان شته چې په درنو کارونو بوخت دي موږ د خپل مسووليت لمخې هڅه کوو چې د دوی لپاره داسې پروګرامونه جوړ کړو چې هم د زده کړو زمينه ورته برابره شي او داسې کار ورته برابر کړو چې د دوی له توانه پورته نه وي.»
پکتیا کې په درنو کارونو بوخت ماشومان داسې حال کې د مالي ملاتړ او زده کړو زمینو د برابرېدو غوښتنه کوي چې څلور میاشتې وړاندې د فقر نړۍوال شاخص په یوه راپور کې راغلي و چې په افغانستان کې د لویانو پرتله د بې وزله ماشومانو شمېر نږدې پنځه میلیونه زیات دی.
په دې اړه مو اندونه