ننګرهار کې ځینې سوداګر او موټر چلوونکي د تورخم ـ جلال اباد د دویم لاین سړک د نیمګړو چارو د بشپړېدو غوښتنه کوي.
دغه سړک چې د پاکستان له لوري یې د جوړولو چارې پیل شوې وې له شاوخوا یوې نیمې لسیزې راهیسې یې کارونه په ټپه ولاړ دي.
ننګرهار کې موټر چلوونکی، سمیع الله و ویل: « دا لار د منځنۍ اسیا ټرانزیټي لار ده، په دغه لار غټې او وړې موټرې هم تګ راتګ کوي او ډېری ټرافیکي ستونزې هم رامنځته کیږي.»
بل موټر چلوونکي، فرید ګل و ویل: « دا یوه ټرانزیټي لار ده چې تاجیکستان، ازبیکستان او تورغونډۍ ته تللې ده. باید دا سړک پراخ او ژر تر ژره پرې کار شروع شي.»
پر دغې لار هره ورځ سلګونه بار وړونکي موټر تګ راتګ کوي چې د سړک د تنګوالي له امله وخت ناوخت مرګوني ټرافیکي پېښې هم رامنځته کیږي.
د ننګرهار اوسېدونکي، لعل الرحمان و ویل: « دلته ټرافیکي پېښې رامنځته کیږي، ماشومان وهل کیږي او مالونه مو تلف کیږي.»
د ننګرهار بل اوسېدونکي، ثواب ګل و ویل: «پاکستان دغه سړک همداسې نیمګړی پریښی، دا پوره نه دی جوړ شوی او همداسې نیمګړی دی اوس نور هم خرابېږي، پاکستان حکومت باید دا جوړ کړي، که هغه یې نه جوړوي باید دې زمونږ حکومت جوړ کړي، نظم هم نشته، یو موټر په یو لاس ځي او بل موټر په بل لاس ځي.»
د ټولګټو وزارت مسوولین بیا وايي، که د پاکستان حکومت یې د جوړولو اراده ونه لري؛ نو دوی چمتو دي چې دا پروژه بشپړه کړي.
د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حق شناس و ویل: « افغانستان کې د پروژو د پلي کېدو ښه زمینه برابره ده او پاکستان باید دغه پروژه بشپړه کړي که دغه هېواد د دغه سړک د پاتې برخو د بشپړېدو پلان نه لري؛ نو د ټولګټو وزارت په خپله د یاد سړک د بشپړېدو پلان لري.»
د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو وروسته هم یوه پاکستاني پلاوي د تورخم - جلال اباد دویم لین سړک د لیدنې پرمهال د دغه سړک د جوړولو په تړاو بیاځلې خپله ژمنه تازه کړې وه؛ خو لا تراوسه یې عملي چارې نه دې پیل شوي.
په دې اړه مو اندونه