Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په سوداګرۍ کې د هراتي ښځو ونډه اخیستنه زیاته شوې

هرات کې په تيرو درييو کلونو کې زرو تنو مېرمنو سوداګریزو فعاليتونو ته مخه کړې ده.

پرواني عثماني ۷ مياشتي وړاندي هرات کې یوه هنري کارخونه پرانيستې ده.

په دغه کارځای کې لسو انجونو ته د کار او هنري فعاليتونو زمينه برابره شوې ده.

هرات کې د يوې هنري کارخونې مشره، پروانه عثماني وايي: "ښوونځی او پوهنتون تړلي دي، لږ تر لږه دا کار یو فرصت دی تر څو زموږ لورې ورڅخه ګټه واخلي او حتی دا کار له کور څخه پیل کړي."

د دې کارخونی ټولي کارکوني له زده کړو پاتي انجوني دي.

دغه نجوني د هنري کارونو د زده کړي ترڅنګ د خپلو کورنیو لګښتونو پوره کولو کې هم ونډه اخلي.

اسرا، چې هلته یوه کارکوونکې ده وايي: "زما کورنۍ زه هڅولم چې دې کار ته راشم. زه خوشحاله یم چې له کوره بهر راځم او دلته په کار کولو کې بوخته یم او عاید لرم."

صدف هم وايي: "ښوونځي تړلي دي او په دې حالت کې، ښه ده چې موږ کار وکړو او له ځان څخه عاید ولرو."

د هرات د مېرمنو د سوداګرۍ او صنايعو خونی د معلوماتو پر بنسټ په تيرو درييو کلونو کې دغه ولایت کې زرو تنو مېرمنو سوداګريز فعالېتونه پېل کړي دي.
زياتره دغو مېرمنو د لاسي توکو د توليد ترڅنګ د خوراکی توکو او هنري فعاليتونو برخو کې پانګونه کړې ده.

د هرات د مېرمنو د سوداګرۍ او صنايع خونو رییسه، بهناز سلجوقي وايي: "ډیری ښځې چې په خونې کې ثبت شوي دي، په لاس جوړو صنعتونو کې فعالیت لري او په بل پړاو کې، ښځې په خوراکي موادو، کرنې او نورو برخو کې کار کوي."

هرات کې د متشبثو مېرمنو د سوداګریزو چارو پېل سره زرګونو انجونو او مېرمنو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده.

ډیرۍ دغه مېرمنی د خپلو کورنیو سرپرستانی دي.

مهتاب نظري، د یوه کالي پلورونکي دوکان مسووله وايي: "دوې میاشتې کیږي چې موږ په حضوري توګه کار پیل کړی او په دې موده کې مو درې ښځې په خیاطۍ او تبلیغاتو برخه کې نیولې دي."

لیدا احمدزاده، د یوه کالي پلورونکي دوکان کارګره وايي: "موږ له ښځو غوښتنه کوو چې زموږ ملاتړ وکړي تر څو موږ وکولی شو خپل کار پراخه کړو او د نورو ښځو لپاره هم د کار زمینه برابره کړو."

د هرات د مېرمنو د سوداګرۍ او صنايعو خوني د مسوولينو د معلوماتو پر بنسټ په رسمي توګه د زرو متشبثو مېرمنو د فعاليت ترڅنګ پنځه زره ميرمني په غيري رسمي ډول دغه ولایت کې په سوداګریزو فعاليتونو بوختي دي.

د هرات د مېرمنو د سوداګرۍ او صنايعو خوني د مسوولينو په خبره دغه ولایت کې د مېرمنو د سوداګريزو فعاليتونو برخه کې هيڅ ډول خنډ شتون نلري.

د هرات د ښځو د سوداګرۍ او صنايعو خوني د مسوولينو په خبره دغه ولایت کې د ښځو د سوداګريزو فعاليتونو برخه کې هيڅ ډول خنډ نشته.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه