د سرپل د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین د دغه ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د اوبو رسولو یوې شبکې د پرانیستې پرمهال وايي، د دغې ولسوالۍ اویا سلنې اوسېدونکي د څښاک پاکو ته لاسرسی نلري.
دوی وایي، د څښاک پاکو اوبو شبکو جوړولو لړۍ یې د دغې ولسوالۍ له محرومو او غرنیو سیمو پیل کړې ده.
د سرپل د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس، جمعه حقیار و ویل: « سرپل یو غرنی ولایت دی او خلک یې اوبو ته شدیده اړتیا لري. دا مهال ۷۰ سلنې خلک پاکو او صحی اوبو ته لاسرسی نه لري.»
د سرپل د والي ویاند، حبیبالله مسرور و ویل: «د سرپل سیمهییز مسوولین له والي نیولې تر ادارو پورې، ټول هڅه کوي چې محرومو او لرې پرتو سیمو ته ټولنیز او پراختیایي خدمتونه برابر کړي.»
د سانچارک ولسوالۍ د عرب کلي ځینې اوسېدونکو چې له کلونو وروسته د څښاک له پاکو اوبو برخمن شوي، د دغې پروژې هرکلی کوي او د دې ولسوالۍ په نورو سیمو کې د ورته پروژو د پلي کېدو غوښتنه کوي.
د سرپل اوسېدونکي، محمود الحسن و ویل: « پخوا به خلکو له نورو کلیو لکه بازارباشي، ارچتو او خواجهسرخ څخه د خرو یا وسایطو په وسیله اوبه راوړې، چې له ډېرو ستونزو سره مخ وو.»
د سرپل بل اوسېدونکي، خال نظر و ویل: « موږ اوبه نه لرلې، تږي به پاتې وو. اوس چې اوبه د پایپ له لارې کلي ته راغلي، ډېر خوشحاله یو. پخوا به موږ د اوبو یوه ۲۰ لیټره بوشکه په ۲۰ افغانۍ له بازاره پېرله چې ډېره سخته وه.»
د سرپل د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د مسوولینو د مالوماتو پربنسټ، د دغه ولایت د ولسوالیو یوازې شل سلنې اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري.
په دې اړه مو اندونه