Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ښځو د پیاوړتیا پر لور ګام؛ بدخشان کې د غالۍ اوبدلو د ۳ کارخونو جوړېدل

د بدخشان یوه اوسېدونکي د غالیو اوبدلو د درېیو کارخونو په جوړولو سره شاوخوا ۱۵۰ ښځو ته د کار او غالۍ اوبدلو زمینه برابره کړې ده.

د دغې کارخونې د مسوول په خبره د غالیو اوبدلو درېیو کارخونو جوړولو سره یې شاوخوا ۱۵۰ میرمنو ته د کار او غالیو اوبدلو زده کړو زمینه یې برابره کړې ده.

د غالیو اوبدلو کارخونې مسوول، ظاهر نوري وايي:«الحمدلله، موږ وتوانېدو چې د جرم، بهارک او فیض‌اباد ښار په ولسوالیو کې له ۱۵۰ زیاتو خويندو او میندو ته د کار زمینه برابره کړو.»

د غالیو اوبدلو کارخونې مرستیاله، تهمینه حکیمي هم وايي: «موږ د کار لپاره مشخص ځای نه لرو او د غالیو د مینځلو لپاره هم ماشین نه لرو، له همدې امله خپل تولیدات کندوز او کابل ته لېږو.»

له زده کړو پاتې ځینې نجونې او بې سرپرسته ښځې چې په دغې کارخونه کې په کار بوختې دي له مسوولینو او مرستندویه بنسټونو د ملاتړ غوښتنه کوي.

ساره، چې د دغې دستګاه یوه کارګره ده، وايي: «موږ له حکومته غواړو چې موږ ته یو مشخص ځای وټاکي، ترڅو هلته کار وکړو.»  

روحیه، چې د کار زده کړې له ډلې ده، زیاتوي: «ډېر خوشحاله یو چې د کار زمینه راته برابره شوې او کولی شو یو مسلک زده کړو، دا یو ارزښتناک فرصت ده.»

ورته مهال د بدخشان د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وايي له مرستندویه بنسټونو څخه یې غوښتي چې ددغه ولایت د میرمنو د لاسي صنایعو ودې په موخه خپلې همکارۍ زیاتې کړي.

د بدخشان د صنعت او سوداګرۍ ریاست د تشبثاتو عمومي مدیر، ثمر الدین رحماني هم وايي: «موږ له خیریه بنسټونو او مرستندویه ادارو غوښتنه کړې چې د بدخشان د بومي لاسي صنایعو د پراختیا او د ښځو د ملاتړ په برخه کې خپل فعالیتونه زیات کړي.»

د بدخشان د صنعت او سوداګرۍ ریاست د معلوماتو پربنسټ دامهال ددغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له زرو زیاتې میرمنې په کوچنیو سوداګریزو فعالیتونو بوختې دي او دغه شمېر ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه