د غزني ولایتي مسوولین وايي، د دغه ولایت د ۳۰۰ بستریز روغتون د ودانۍ جوړولو چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي.
د غزني د عامې روغتیا رییس وايي د اسلامي امارت له داخلي بودجې څه باندې ۳۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت ددغه روغتون د ودانۍ جوړولو چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د غزني د عامې روغتیا رییس، زرک ځیرک په دې اړه وايي:《دا چې ژمی راورسید، هوا سړه وه نو ددغه روغتون تعمیراتي چارې له اصولو سره سمې ودرېدې.
د هوا په ګرمېدو سره لس فیصده کار چې پاتې ډیر په چټکۍ سره به شروع او تکمیل شي.》
ددغه ولایت ځینې اوسېدونکي له مسوولینو غواړي چې ستونزو ته یې د رسېدنې په موخه هرڅه زر ددغه روغتون د جوړولو چارې بشپړې کړي.
د غزني اوسېدونکی، محمد سلیم وايي:《زموږ غوښتنه له مسوولینو داده چې په ښپږو کلونو کې موږ ډیرې ستونزې لرلې، غزني کې د ناروغانو شمیر زیات دی. زموږ هیله داده چې دغه شفاخانه په مکمل ډول بشپړه شي.》
د غزني یو بل اوسېدونکی، وحید الله وايي:《زموږ غوښتنه له دولت څخه داده چې د دغې روغتون کارونو ته رسیدنه وشي او کارونه یې تکمیل شي، ځکه زموږ خلک د زیاتو روغتیایي ستونزو سره مخ دي او په روغتونونو کې ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده.》
د غزني اوسېدونکی، شاهین شاه بیا وايي: 《په شفاخانو او کلنیکونو کې دواوې نشته، دوا کمه ده.
موږ دا غواړو چې په هره شفاخانه کې دواوې پریمانه شي، خلک له مجبوري سره مخامخ دي.》
د غزني د عامې روغتیا ریاست مسوولینو د معلوماتو له مخې، په روان لمریز کال کې په دغه ولایت کې د شاوخوا ۳۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د مور او ماشوم، خوارځواکو ماشومانو درملنې او بېلابېلو ناروغیو د تشخیص په موخه د پرمختللو وسایلو، امبولانس خدمتونو او ځینو نورو برخو کې بیلابېلې پروژې پلې شوې دي.
په دې اړه مو اندونه