Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ننګرهار او بلخ ښاروالیو ترمنځ د همکاریو د هوکړې لاسلیک

د جلال‌اباد او مزارشریف ښاروالیو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او دوه اړخیزو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

د مسوولینو په وینا، د دغه هوکړه‌لیک پرمټ به د دواړو ښاروالیو مسوولین له یو بل سره د ښاري پراختیا، ښاري نظم، ګڼې ګوڼې کمښت، ښاري ښکلا او دوه اړخیزو فرهنګي اړیکو پیاوړتیا په برخه کې طرحې شریکوي او د ستونزو د حل په برخه کې به ګډې همکارۍ کوي. 

د جلال‌اباد ښاروالۍ مرستیال، محمد اسحاق سعید وايي: «د ولسونو د نښلېدو ، د دوستۍ د پیاوړ کېدا،فرهنګي ،تاریخي او د ولایتونو په جوړښت باندې دغه توافقنامه امضاء شوه.»

د مزارشریف ښاروالۍ مرستیال، محمد نصیب عابد هم بیا وايي: «کوم موارد چې دي مونږ به ورته خپلو ادارو کې کمېټې جوړوو او کوم موارد چې په تفاهمنامه کې شتون لري مونږ به یې تطبیقوو.»

ورته مهال د دواړو ښاروالیو د مشورتي بورډ مسوولین د دوه اړخیزو همکاریو په برخه کې دا ډول ناستې او هوکړه‌لیکونه ګټور یادوي او د دوام غوښتنه یې کوي.
 
د جلال‌اباد ښاروالۍ د مشورتي بورډ غړی، محمد آصف شینواری هم وايي: «دا د کارونو د بهبود لپاره موثر ګام دی څومره چې د دوی ترمنځ تجربې او معلومات شریک کېږي، څومره چې نږدېوالی رامنځته کېږي، همدومره د ښاروالۍ په کارونو ښه والی رامنځته کېږي.»

د مزارشریف ښاروالۍ د مشورتي بورډ غړی، قدرت الله بیا دا ډول څرګندونې کوي: «د بیارغونې،ښاري تنظیم،سر سبزۍ،او عوایدو په برخه کې باید د یو بل له تجربو ګټه واخېستل شي.»

د جلال‌اباد او مزارشریف ښاروالیو ترمنځ تر دې وړاندې هم د دوه اړخیزو همکاریو او تجربو شریکولو ګڼې ناستې شوي چې د ښاري نظم، ښاري پراختیا او د ښاري ستونزو د حل په برخه کې یې مثبتې پایلې ورکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه