د پکتیا فرهنګیان او اوسېدونکي له اړونده مسوولینو ددغه ولایت موزیم ته د ځانګړې ودانۍ جوړولو غوښتنه کوي.
دوی دغه راز له اړونده مسوولینو دغه ولایت کې موزیم ته د ځانګړې ودانۍ د جوړولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنې لري.
یو فرهنګي، بهايي جان نايب خېل وايي: «ګرديز بالاحصار چې يو تاريخي ځای دی دلته موزيم جوړ کړو تر څو يې خلک ليدو ته راشي، خپله د اطلاعاتو او فرهنګ په موزيم کې ډير ناچيزه شيان دي او فقط يوه الماري ده، په کليو او نورو سيمو کې ډير تاريخي اثار شته چې بايد راټول او ښه موزيم جوړ شي.»
یو بل فرهنګي، کندهار مشعل هم وايي: «پکتيا ډيره تاريخي مخينه لري او ډېرې پاچاهۍ پکې تېرې شوې نو موزيم يې بايد ډير غني وي، اوس ډير کم کار ورته شوی او ډير کار ته اړتيا ده، د پکتيا موزيم په يوه وړه خونه کې ځای شوی بايد يوه ځانګړې ودانۍ ورته جوړه شي.»
د پکتیا اوسېدونکی، نور افضل حقيار بیا وايي: « ډير تاريخي اثار شته زموږ کلي کې ماشومانو پيدا کړل خو اطلاعاتو او فرهنګ رياست بايد وګرځي، تحقيق او پوښتنه وکړي پيدا يې کړي او دا موزيم پرې غني کړي.»
خو د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور رييس بيا وايي د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو وروسته یې موزيم ته ۵۴ قلمه بېلابېل تاريخي توکي لېږدولي او د غني کولو لپاره يې هڅې کوي.
د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور رييس، ثواب جان اسلام يار په دې اړه وايي: «دا مهال موزيم کې تر ۱۵۰ پورې تاريخي توکي او اثار لرو او د تثبيت لپاره مو له مرکزه يو تخنيکي هيت غوښتی دی، په راتلونکي کې ډاډ ورکوو چې دا موزيم به لا غني کيږي، هڅې مو پيل کړې او بېلابېلې ناستې لرو، د اسلامي امارت له بيا راتګ وروسته مو ۵۴ قلمه بېلابېل ارزښتمن توکي راوړي دي.»
د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور رياست د معلوماتو له مخې ددغه ولايت موزيم دولس کاله وړاندې رامنځته شوی او دامهال پکې ۱۵۰ بېلابېل توکي شته چې د تاريخي مخینې او ارزښت ټاکلو لپاره يې له اړوند وزارته د مسلکي ډلې ور استولو غوښتنه کړې ده.
په دې اړه مو اندونه