د سمنګان ځینې صنعتکاران د پانګونې لپاره د مناسب ځای نشتون او برښنا له کمښته شکایت کوي.
دوی وايي، که څه هم د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په دغه ولایت کې د پانګونې لپاره اغېزناکې هڅې شوي؛ خو لا یې هم ځینو بنسټیزو اړتیاو ته رسېدنه نه ده شوې.
سمنګان کې صنعتکار، نورالحق وایي: «که برښنا نه وي زموږ ټول کارګران بیکاره کیږي او کار مخته نه ځي. تولید په بشپړ ډول پر برښنا متکي دی.»
بل صنعتکار، محمد عظیم د ځای نشتوالي ستونزه یادوي او وایي: «موږ د برښنا او ځای له کمښت سره مخ یو. اوسنی ځای مو ډېر کوچنی دی او مناسب ځای نه موندل کیږي. که کوم ځای پیدا هم شي، کرایه یې ډېره لوړه وي. همدا اوس، د دې ځای لپاره چې پکې کار کوو، هر کال ۱۰۰ زره افغانۍ کرایه ورکوو.»
دلته په کار بوخت ځینې کارګران له نورو پانګوالو غواړي چې د بیکارۍ کچې کمولو او کاري زمینو رامنځته کولو په موخه په کور دننه پانګونې وکړي.
کارګر، عبیدالله و ویل: «موږ خوښ یو چې بهر ته د تګ لپاره اړ نه یو. موږ ته په خپل هېواد کې کار پیدا شوی او لاسونه مو پر کار بوخت دي.»
بل کارګر، محمد عارف و ویل: «که په افغانستان کې د کار مناسبه زمینه برابره شي نو بهر ته د تګ اړتیا نشته. دلته پانګونه کولای شي زموږ او نورو کارګرانو لپاره د کار زمینه ډېره کړي.»
خو د سمنګان د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وايي، دغه ولایت کې د صنعتي پارک جوړېدو سره به د سوداګرو او پانګوالو ستونزې حل شي.
د سمنګان د صنعت او سوداګرۍ ریاست د تشبثاتو چارو مدیر، عنایت الله یاسیني په دې اړه و ویل: «د صنعتي پارک لپاره د امیرالمومنین په فرمان ۱۰۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې، او ژر به جوړ شي څو صنعتکاران په منظم ډول پکې فعالیت وکړي.»
د سمنګان د صنعت او سوداګرۍ ریاست د مالوماتو پربنسټ، دا مهال دغه ولایت کې اتیا سترې او کوچنۍ کارخونې فعالیت کوي.
په دې اړه مو اندونه