د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، دغه ولایت کې د ۸۷ تاریخي سیمو د حریم ټاکلو لړۍ بشپړه شوې ده.
دغه سروې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت يوې تخنيکي ډلې د هلمند په مرکز او ولسوالیو کې د تاریخي سیمو د غصب مخنیوي په موخه کړې ده.
د مسوولينو په خبره، د تاریخي سيمو خونديتوب لپار به په بل پړاو کې پر ځينو تاريخي سيمو احاطوي دېوالونه هم جوړ شي.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی امر، سلطان محمد و ویل: «د وزارت مقام لخوا د يوې درې کسيزې تخنيکي ډلې په مرسته د هلمند د تاريخي سيمو د حريم ټاکلو سروې او بر اورد بشپړ شوی او اوس وزارت ته په تمه یو، چې موږ ته د تاريخي سيمو ټاکلي حريمو د نورو اجرااتو لپاره راولیږي.»
ورته مهال ځینې فرهنګیان او لرغونپوهان د تاریخي سیمو د حریم ټاکنه د دغو سیمو ساتنې او د غصب مخنیوي په برخه کې مهمه چاره ګڼي.
هلمند کې لرغونپوه، محمد اسماعیل شریعت یار و ویل: « ۷۳ یوازي تاريخی کلاګاني هلمند کې لرو، چې هره يوه يې تاريخ کې ځانګړی ارزښت او ځای لري او د تاریخي ابدو په توګه ثبت دي.»
فرهنګي فعال، صدام میړني و ویل: «د هلمند د تاريخي سيمو حريمونه ټاکنه به تاريخي سيمې او ابدې په ښه توګه خوندي کړي او دا به نورو نسلونو ته په خوندي توګه پاتي شي.»
بل فرهنګي فعال، حافظ احمد نصرت و ویل: « د هلمند د تاريخي سيمو د ساتنې په پار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا د حريم ټاکنه به تاريخي سيمې له انساني لاسوهنو و ژغوري او زموږ د تاريخ دغه مهمه برخه به خوندي پاتې شي.»
د هلمند د تاريخي سيمو په ځانګړې توګه د بُست کلا د ځينو برخو غصب په اړه له اندېښنو وروسته سیمهییزو مسوولينو ویلي و چې د دغه ولایت د ډېری تاريخي سيمو په حريمونو کې يې هغه کورونه ویجاړ کړي چې په خپلسري ډول جوړ شوي وو.
په دې اړه مو اندونه