Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې پر کرنیزو ځمکو د خوګانو یرغلونو کروندګر اندېښمن کړي دي

د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې کروندګر وايي، وحشي خوګانو یې د زغفرانو سلګونه جریبه کښتونه ویجاړ کړي دي.

د دوی په خبره، دغه خوګان د شپې لخوا د زعفرانو کښتونو ته ورځي او پراخ مالي زیانونه یې ور اړولي دي.

شاه ولي چې د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې یې پر شل جریبه ځمکه زعفران کرلي وایي، د دغو کښتونو لویه برخه یې وحشي خوګانو تر پښو لاندې کړې او د زغفرانو پیاز یې له خاورو را ایستلې او خوړلي یې دي.

شاه ولي و ویل: «څو شپې کیږي چې خوګان پر کښتونو یرغلونه کوي. موږ دوه ساتونکي ګمارلي خو بیا هم تېره شپه ۴ یا ۵ خوګان راغلي او ځمکه یې خرابه کړې ده.»

د کروندګرو په خبره، وحشي خوګانو شاوخوا زر جریبه د زعفرانو کښتونو او نورو کرنیز محصولاتو ته په جدي ډول زیان رسولی دی.

کروندګر، میر احمد و ویل: « هره شپه چې دا خوګان راځي، شاوخوا یو جریب ځمکه ویجاړوي. بزګران اړ دي چې د خپلو کښتونو د ساتنې لپاره ساتونکي وګماري.»

بل کروندګر، عبدالقادر و ویل: «موږ پر زعفرانو پانګونه کړې خو اوس زموږ پانګونه له ګواښ سره مخ ده. هره شپه خوګان راځي او ځمکې خرابوي.»

د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، د خوګانو له یرغله به د زعفرانو کښتونو ساتنې په برخه کې اړین ګامونه پورته کړي.

د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویج آمر، بشیر احمد احمدي و ویل: «د چاپېریال ساتنې ریاست سره په ګډه مو د زعفرانو کښتونو د ساتنې لپاره ځانګړي تدابیر په پام کې نیولي. دا حیوانات د سیمې په سترو ځنګلونو کې اوسي او باید یې د مهارولو لپاره اقدامات وشي.»

هرات په هېواد کې د زعفرانو ستر تولیدونکی دی.

د هرات د زعفرانو ډېره برخه له زنده جان ولسوالۍ ترلاسه کیږي.
ځینې کروندګر اندېښمن دي چې د وحشي خوګانو یرغل سره یې کښتونو ډېر زیان لیدلی او سږکال به یې تولیدات کم وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه