Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بهرنیو هېوادونو ته د لوګر د مېوې او سبزیو صادرات

د لوګر د سوداګرۍ او پانګونې خونه په روان لمریز کال کې له دغه ولایت څخه د اته میلیارده افغانیو په ارزښت بهرنیو هېوادونو ته د تازه مېوو او سبزیجاتو له صادرولو خبر ورکوي.

د مسوولینو په خبره د اوبو مهارول او کروندګرو ته د امارتي ځمکو په اجاره ورکول د صادراتو د زیاتوالي لامل کېږي.

د لوګر د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، ولي محمد یعقوب مومند په دې اړه وايي: یو میلیون ټنه صادرات موږ کړي دي. په دوی کې ۷ سوه زره سبزیجات دي او پاتې درې سوه زره چې دي هغه بېلابېلې مېوې دي. لکه انګور، شفتالو او زردالو او مڼې او داسې نورې مېوې.

بل پلو ځینې سوداګر وايي، چې ډېره برخه صادرات یې پاکستان ته دي، خو په هېواد کې د مېوو حاصل راټولولو پرمهال د لارو تړل کېدو له امله له سختو ستونزو او مالي زیانونو سره مخ کېږي.

دوی له سرپرست حکومته د بدیلو لارو او بازارموندنې په برخه کې د همکارۍ غوښتنې لري.

 لوګر کې یو سوداګر، قطب الدین په دې اړه وايي: پاکستان ته چې زموږ مالونه څه وخت ځي او هغه مهال لار بنده شي نو زموږ سوداګر ټول له زیانونو سره مخ شي. موږ له حکومت غواړو چې بدیلې لارې موږ ته پیدا کړي لکه تاجېکستان، ازبېکستان او نور هېوادونه. 

د عزت الله په نوم یو بل سوداګر هم وايي: دغو دوو ننګونو موږ ته ډېرې ستونزې پیدا کړې دي. چې یوه د لارې بندېدل دي او بله د سړو خونو نشتوالی دی. په ټول لوګر کې یوه سړه خونه نشته. موږ غواړو چې سړې خونې موږ ته جوړې شي او د نظام له لوري موږ ته پوره پاملرنه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته له منځنۍ اسیا، چین او ځینو نورو هېوادونو سره د افغانستان سوداګري زیاته شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه