د پکتيا ولايت د ډنډ پټان ولسوالۍ په يوه کليواله سيمه کې ځینو ځوانانو په شخصي هڅو عامه کتابتون جوړ کړی دی.
دغه عامه کتابتون د پکتيا ولايت د ډنډ پټان ولسوالۍ په لرې پرته سيمه کې څو ځوانانو په شخصي هڅو جوړ کړی چې شاوخوا شپږ سوه کتابونه لري.
په ورځني ډول لسګونه ځوانان دلته د خپلې خوښې کتاب لوستنې او يا هم له ځانه سره د وړلو په موخه راځي.
د پکتیا د ډنډپټان ولسوالۍ اوسېدونکی، سيد ولي همکار وايي: دا د دې لپاره چې ځوانان په علمي ډګر کې ځان ورسوي. دا چې ډنډ پټان یوه لرې پرته ولسوالۍ ده او موږ غواړو چې د دغه ځای ځوانان ځان ورسوي. ترڅو ځوانان له سیالانو سره سیال شي او کومې ناخوالې چې په دې ټولنه کې دي هغه په علم او تعلیم سره له منځه ولاړې شي.
د پکتیا د ډنډ پټان ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی، نقيم خان هم په دې اړه وايي: دا ډېر ښکلی پرمختګ دی چې دا کتابتون جوړ شو. خلک له اقتصادي پلوه ډېر غریبان و او نشو کولای چې کتاب واخلي.
د ډنډ پټان ولسوالۍ ځینې ځوانان بيا وايي، په ډېری لرې سيمو کې کتاب ته لاسرسی نشته او له اطلاعاتو او کلتور رياسته غواړي چې په هغو سيمو کې دې هم ورته عامه کتابتونونه جوړ کړي.
د پکتیا د ډنډ پټان ولسوالۍ اوسېدونکی، عبدالمالک حيران بیا وايي: له اطلاعاتو او کلتور ریاسته مو غوښتنه ده چې په لرې پرتو سیمو کې کتابتون جوړ کړي، یوازې دا نه چې زموږ په سیمه کې بلکې په هره سیمه کې دا ډول کتابتونونه پرانیستل شي.
د پکتيا اطلاعاتو او کلتور رييس بيا د دې کتابتون جوړول ښه هڅه بولي او د غني کولو برخه کې يې د همکارۍ ډاډ ورکوي.
د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور رييس، ثواب جان اسلام يار و ویل: په لرې پرتو سیمو کې او په هغو ولسوالیو کې چې کتابتونونه نه لري نو موږ هڅه کوو چې هغو ولسوالیو ته کتابتونونه وغځوو. که په دې برخه کې څوک په شخصي توګه ونډه اخلي له هغوی سره به هم همکاري وکړو.
د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولینو د معلوماتو پربنسټ دامهال په دغه ولایت کې څلور عامه کتابتونونه په مرکز ګرديز، زرمت، سيدکرم او څمکنيو ولسوالیو کې د مطالعې مينه والو پرمخ پرانيستي دي.
په دې اړه مو اندونه