د ننګرهار په پاتې محدودو سیمو کې د پاکستانۍ کلدارې د مخنیوي کمپاین پیل شوی دی.
سیمه ییز مسوولین وایي، د پاکستانۍ کلدارې د مخنیوي لپاره یې له بېلابېلو ادارو ګډ کمیسیون جوړ کړی چې پر مټ به یې د پاکستانۍ کلدارې مخنیوي او افغانیو بشپړ ترویج ته کار کوي.
مومندره، دوربابا، سپین غر، نازیان، غني خېل، اچین او لعلپوره د ننګرهار له هغو ولسوالیو دي چې لا یې هم ځایي خلک په محدود ډول پر پاکستانۍ کلدارې راکړه ورکړه کوي.
د دغه ولایت سیمه ییز مسوولین وایي، د پاکستانۍ کلدارې د مخنیوي لپاره یې د افغانستان بانک، صنعت او سوداګرۍ، جلال اباد ښاروالۍ، کانونو، اطلاعاتو او کلتور، سرحدونو او قبایلو چارو ریاستونو او له امنيې قوماندانۍ یې ګډ کمیسون جوړ کړی چې پر مټ به یې د دغه ولایت په پاتې سیمو کې هم پاکستانۍ کلداره بنده او افغانۍ ترویج کړي.
د ننګرهار مرستیال والي، عزیز الله مصطفی په دې اړه وايي: (په ولایت کې مو د والي صیب په مشرۍ مو یوه کمېټه وټاکله؛ تر څو په هغو ولسوالیو کې چې کالدارې چلېږي، هلته باید افغانۍ ترویج کړو تر څو زمونږ د افغانۍ ارزښت پر ځای پاتې شي؛ تر څو پر خپلې ملي کرنسۍ باندې راکړه-ورکړه وکړو.)
ورته مهال، د ننګرهار اوسېدونکي د پاکستانۍ کلدارې د مخنیوي کمپاین د هېواد د اقتصادي ځان بسیاینې په برخه کې مهم ګام یادوي او غوښتنه کوي، هغوی چې له دې پرېکړې سرغړونه کوي جدي قانوني چلند دې ورسره وکړي.
د ننګرهار اوسېدونکی، محمد خان هم وايي: (له تورخم را دېخوا تر بټي کوټ ولسوالۍ پورې ټولې کالدارې چلېږي، مونږ چې کله پیسې ورکوو؛ نو بېرته ترې افغانۍ غواړو نو هغوی کالدارې راکوي کالدارې موږ ته واره نه کوي.)
د ننګرهار یو بل اوسېدونکی، هارون پاچا بیا وايي: (د ننګرهار په یو څو ولسوالیو کې کالدارې چلېږي،مونږ غواړو چې دا بندې شي او د حکومت له لوري دا ښه پرېکړه ده.)
د ننګرهار اوسېدونکی، مصطفی هم وايي: (مونږ باید روزمره په افغانیو راکړه-ورکړه وکړو، دې سره زمونږ اقتصاد هم ښه کېږي او حکومت څخه مو دا غوښتنه ده چې څوک پر کالدارو راکړه ورکړه کوي قانوني چلند باید ورسره وشي.)
د پاکستانۍ کلدارې د مخنیوي او افغانیو د ترویج کمیسیون دغه راز پرېکړه کړې چې پر پاکستانۍ کلدارې راکړه ورکړه کوونکي دې د راتلوونکې ١٤٠٤ لمریز کال د وري تر ٣٠ مې نېټې خپل حسابونه په بشپړ ډول پر افغانیو بدل کړي څو یې پر وړاندې جدي ګامونه پورته نه شي.
په دې اړه مو اندونه