د سرپل د سانچارک ولسوالۍ مسوولین او ځینې اوسېدونکي د برښنا او د څښاک د پاکو اوبو له نشتوالي شکایت کوي او وایي، وروستیو دوو لسیزو کې دغې ولسوالۍ ته هیڅ پام نه دی شوی.
سانچارک د سرپل یوه لرې پرته ولسوالۍ ده چې د سرپل کوچنی ښار هم بلل کیږي.
د سانچارک ولسوالۍ مرستیال، جنت الله و ویل: «اوس مهال خلک اوبه له څلور کیلومټره لیرې واټن څخه پر څارویو راوړي. ځینې خلک کوهي کیندي خو بیا هم له ډېرو ستونزو سره مخ دي. د ولسوالۍ په مرکز کې هیڅ د اوبو دایمي سرچینه نشته.»
د سانچارک ولسوالۍ اوسېدونکي، محمد انور و ویل: «موږ ښکلی ښار لرو خو برښنا نه لرو. ټول خلک اړ دي چې د لمر د برښنا (سولر) څخه ګټه واخلي. زموږ سړکونه خراب دي، باید دا ستونزې ژر تر ژره حل شي.»
خو د سرپل ولایتي مسوولین وايي، د اسلامي امارت مشر ډاډ ورکړی چې د دغه ولایت د یوه کان په بدل کې به سانچارک ولسوالۍ ته برښنا وغځوي.
د سرپل د والي ویاند، حبیب الله مسرور په دې اړه و ویل: « د سرپل والي کندهار ته په وروستۍ سفر کې دغه موضوع له امیرالمومنین سره شریکه کړه. د اسلامي امارت مشرتابه ژمنه وکړه، چې د یوه کان په بدل کې به د سانچارک لپاره د برښنا پروژه پیل کړي.»
د سرپل د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس، جمعه حقیار و ویل: «موږ کابل کې درې ورځنی سیمینار درلود، چې موخه یې خلکو ته د پاکو اوبو برابرولو او د خدماتو د وړاندې کولو د لارو چارو ارزول و.»
د سرپل د سیمهییزو مسولینو د مالوماتو لمخې، د دغه ولایت ټولې ولسوالۍ له برښنا محرومې دي او د کورونو روښانه کولو لپاره له لمریزې برښنا ګټنه کوي.
په دې اړه مو اندونه