هلمند کې کروندګرو تر پلاستیک لاندې د سبزیو موسمي کښتونو ته مخه کړې ده.
د ځینو کروندګرو په خبره، تر پلاستیک لاندې کښتونو حاصلات او ګټه دواړه زیات دي.
د اسلامي امارت له لوري د کوکنارو او نورو نشه يي توکو پر تولیدونکو کښتونو تر بندیز وروسته کروندګر د بديلو کښتونو په لټه کې دي.
هلمند کې کروندګر، نبي ګل و ویل: « تر پلاستیک لاندي کښت د پنبې، ماشو او نورو کښتونو پرتله د بېنډیو او بانجاڼو کښت ډېر ګټور دی او په ټولو فصلونو کې حاصل ورکوي او دغه کښت تر پخوا زیات شوی دی.»
بل کروندګر، فدا محمد و ویل: «موږ ته که اصلاح شوي تخمونه راکړل شي، نو د پلاستیک لاندي کښتونه به مو نور هم زیات شي، دا خورا ګټور کښت دی او تر نورو فصلونو یې ګټه زیاته ده.»
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولین هم دغه ولایت کې د پلاستيکي پالیزونو له زياتوالي خبر ورکوي.
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست د پلان او همغږۍ مدير، شفيق الله مبين و ویل: «هلمند کې پر ۱۸.۸ هکټاره ځمکه تر پلاستیک لاندي کښتونه شوي، چې د تېر کال پرتله دوه برابره زیات شوي دي. دغه کښتونه له اقتصادي اړخه هم د بزګر او هم د ټولني د اقتصاد لپاره ګټور دي.»
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولينو د مالوماتو پر بنسټ، دغه ولایت کې تر پلاستيک لاندې کښتونو څخه په موسمي ډول روميان، بېنډۍ او بانجاڼ ترلاسه کیږي، چې له بهره د وارېدونکو سبزيو پرتله یې بيې کمې او کیفیت لوړ دی.
په دې اړه مو اندونه